Jan 20, 2020 16:16 Asia/Kabul
  • د اروپایانو د کړنو په ځواب کې د اسلامی شورا  اعلامیه

ما له هماغه پیله وئیلی چې له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې وروسته د اروپایانو په یوې خبرې هم باؤر نه لرو، ځکه دوی هیڅ کار نه کوی او د امریکا په خدمت کې دی،اوس هم معلومه شوی چې دوی په حقیقی معنا کې سپَک او د امریکا غلامان دی او د ایران د په ګونډو کولو خیال په مغزو کې لری،چې البته دوی خو پریَږده، د دوی ارباب او نیکۀ امریکائی حکومت هم دغه شان کار ونه کړائ شو .

په جامع اټومی موافقې کې د اختلافاتو د هواری له میکانیزم څخه  استفاده د اروپائیانو د غیرعادلانه کړچارونو په صورت ایران به د اټومی انرژۍ د نړیوال آژانس په ملګرتیاو کې خپل جدی تصمیم ونیسی.

دایران داسلامی شورا رئیس علی لاریجانی د یکشنبه په ورځ  دجرګې په څرګنده غونډه کې د دغه دریځ په بیانولو سره  په جامع اټومی موافقې  کې داختلافاتو  د هواری له میکانیزم څخه استفاده  د دریو اروپائی هیوادونو پر  کړچارباندی سخته نیوکه وکړه.

اروپائی ټروئیکا یعنی جرمنی،انګلیس،او فرانسه د سه شنبه په ورځ دجنورۍ په ۱۴ نیټه په بروکسل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په جامع اټومی موافقې کې د اختلافاتو دهواری میکانیزم فعال کړ.

د ایران داسلامی شورا استازوهم په یکشنبېد یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار سرهویلی،د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې او همداراز د ایټمی انرژۍ له نړیوال آژانس سره  دملګرتیا او په نړیوالې ایټمی موافقې د پاتیکیدو په باب  به فیصله وکړی څو لویدیځوال  او په تیره بیا په ایټمی بحث کې  دمرکچی ولرو  هیوادونه پوهه شی .

د ایران اسلامی جمهوری نظامبه د انقلابی او پریکنده فیصلو په کولو کې هیڅ  سستی ونه کړی .له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا  له یواړخیزې وتنې وروسته ، ایران له خپلې خوا له یو کاله زیات سټراټژیک صبر نندارې ته وړاندې کړڅو په دغې نړیوالې ایټمی موافقېکې پاتېغړو ته اجازت ورکړیچې دامریکا د یو اړخیزې وتنې اغیزې دې جبران کړی .له دغې نړیوالې ایټمی موافقې وتل البته،دغه بندیزونه دایران لپاره  د تجارت،اقتصاد او بهرنیوپانګونو په ضدپه غیرانسانی اوغیرقانونی  بندیزونوبدل شوی دی .دغو بندیزونو د خواړو،درملو ،درملیزو محصولاتو او حتی د ایران  دایټمی امنیت د نظام په اورګان باندې ئې  هم اغیزې شیندلی دی .

 ایران تر دې دمه د اروپا په دریځونو کېداسې هیڅ  روښانهټکی نه دی لیدلی،دوی په داسې حال کې  په نوی نړیوالې ایټمی موافقې پسې دی،چېترسره شوی جامعه نړیواله ایټمی موافقه ئې  په یوې بې خاصیّته موافقې بدله کړې ده .اروپایان د اعلامیې د صادرولو په ځای باید د په څواړخیزو ژمنو کې لږترلږه د یوې ژمنی په پوراکیدا کې دې خپله خپلواکه اراده او هوډ اثبات کړی .

Image Caption

 

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای  د تهران د تیرې جمعې  لمانځه  په تاریخی خطبو کې  په دې باب فرمائیلی دی ؛ ما له  هماغه پیله   وئیلی چې له جامعې  نړیوالې ایټمی موافقې وروسته  د اروپایانو په یوې خبرې  هم باؤر نه لرو، ځکه دوی هیڅ کار نه کوی او د امریکا په خدمت کې دی ، اوس  هم معلومه شوی چې  دوی  په حقیقی معنا کې  سپَک او د امریکا غلامان دی  او د ایران  د په ګونډو کولو خیال په مغزو کې لری ،چې  البته   دوی خو پریَږده، د دوی ارباب او نیکۀ امریکائی حکومت  هم  دغه شان کار ونه کړائ شو . 

  د اسلامی ایران خارجه وزیر جواد ظریف  هم د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  درو  اروپائی غړو یا اروپائی ټرائیکا(انګلستان ، جرمنی  او فرانسې )ته په خبرداری ورکولو سره  وئیلی دی ،اروپائی ټرائیکا جامعه نړیواله ایټمی موافقه ساتلی شی ،البته د بدماش په راضی کولو او پر ایران د دباؤ په زیاتولو سره ، ددې په بدل کې ، اروپا باید  دغه شجاعت او خپلواکی ولری چې  پخپلو ژمنتیاؤ عمل وکړی .

Image Caption

 

 داسلامی ایران خارجه وزیرهمدرااز تیره اونۍ په نوی ډیلی کې د ریسینا خبرواترو د پنځمې کلنۍ غونډې په څنډې کې د اروپائی اتحادئې  دبهرنی سیاست له مسئول جوزف بورل سره په کتنې کې ،په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې د خپلو ژمنتیاؤ په وړاندې د اروپایانو دبېعملۍ او تیروتنو په شمیرلو سره د ایران له خوا د نړیوالې ایټمی موافقې د خلاف ورزۍ په باب  د درو اروپائی هیوادونو ادعاګانو او د دوی اقدام  باطل وبالۀ او د ایران او جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په وړانډې ئې د دوی د  چلند سَمَولو غوښتنه وکړه . 

 د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په مادو کې د ژمنتیاؤ  ګام په ګام په کمیدا کې دایران اقدام ،اروپائی لوری ته یو جدی ګواښ ؤ چې د ایران په حقه غوښتنو د سترګو د پټولو په بڼه کې باید  د دغه اقدام د لګښتونو په تمه هم ووسی .

 ډیری شناندی او کارپوهان وائی،له دې نظره،اوس دوه احتمالونه مطرح دی . لومړی دا چې،اروپا په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې د اختلاف د حل میکانزم (یعنی د ماشې یا د لیندۍمیکانزم) د فعالولو لپاهر خپله فیصله وځنډوی ،ځکه ددغه مکانزم  دفعالولو په بڼه کې به د نړیوالې ا یټمی موافقې په وړاندې د اروپا درستې هیلې او پروګرامونه  به له مینځه لاړ شی .جامعه نړیواله ایټمی موافقه یوازې  په نړیواله سویه یوه ایټمی موافقه نه وه ،دغه موافقه له سیاسی اړخه د یوې نړیوالې بریا په توګه او دڅو اړخیز پالنې په تاریخ کې یومهم ټکی مطرح شوی دی.له دې امله په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې دپاتې لورو دژمنتیاؤ نه اجراکیدا،په تیرو څو لسیزو کې د ډیپلوماسۍله مهمو بریاؤ څخه تیریدا او څو اړخیز پالنې ته  تاوان رسولی دی .

 دوهم احتمال هم د ماشې دمکانزم  فعالیدا ده چې په داسې بڼه کې به دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې لوری په تیره بیا  اروپائی لوری ، د ایران د متقابل  اقدام د پایلو مسئول وی .

   دایټمی انرژۍ له نړیوال آژانس سره د ملګرتیا په باب د ایران بیا کتنه،چې د ایران د اسلامی شورا د استازو په پرونۍ اعلامیې کې پرې ټینګار شوی دی،باید په همدې چوکاټ کې وارزول شی .

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه