Jan 21, 2020 12:01 Asia/Kabul
  •  ايران به د داخلي قوت او اقتدار په بنياد هر ډول ګواښ ته ځواب ورکړي

د ايران د دفاع وزير وويل: د ايران اسلامي جمهوريت به د خپل داخلي قوت او اقتدار په بنياد په هره سطح کښې هر ډول ګواښ ته ځواب ورکړي.

جنرل امير حاتمي پرون په تهران کښې د تهران د جمعې د نمانځه په خطبو کښې د «مضبوط والي او مضبوط پاتې کېدو» د موضوع په اړه  د اسلامي انقلاب د معظم رهبر بياناتو ته په اشارې سره وويل، دفاعي قوت، د قوت جوړونکې زمينه او اطمينان بخشه دفاع  په ټولو زمينو کښې ده او په حقيقت کښې په اسلامي نظام کښې د قوت د ټولو برخو پرمختګ رامنځته کوي.

جنرل حاتمي د اسلامي ايران د ستر ملت په خلاف د امريکې د دښمنۍ تاريخ ته په اشارې په سيمه کښې د ترهه ګرو ډلو له جوړولو او ځاے پرځاے کولو څخه د سلطې د نظام مقصدد اسلام او ورسره د ايران د اسلامي جمهوريت نابودي وبلۀ او زياته يې کړه: د مقاومت د محور د جنګياليو سرښيندنو او قربانيو په برکت د هغوي دسيسه له ماتې سره مخامخ شوه.

 

ټیګونه

کمنټونه