Jan 21, 2020 14:48 Asia/Kabul
  • په هره سطح هر ډول ګواښ ته د ايران په ځواب د ايران د دفاع د وزير تاکيد

د ايران اسلامي جمهوريت به د داخلي قوت او اقتدار په بنياد په هره سطح کښې هر ډول ګواښ ته ځواب ورکړي.

د ايران د دفاع وزير جنرل امير حاتمي پرون په تهران کښې په دې موضوع باندې په تاکيد او په تهران کښې د تهران د جمعې د نمانځه په خطبو کښې د «مضبوط والي او مضبوط پاتې کېدو» د موضوع په اړه  د اسلامي انقلاب د معظم رهبر بياناتو ته په اشارې سره وويل، دفاعي قوت، د قوت جوړونکې زمينه او اطمينان بخشه دفاع  په ټولو زمينو کښې ده او په حقيقت کښې په اسلامي نظام کښې د قوت د ټولو برخو پرمختګ رامنځته کوي.

امريکې د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه پس په ټولو کلونو کښې تل په تېره بيا په دفاعي ډګر کښې د ايران د ملت له ترقۍ څخه د مخنيوي او د اقتدار د کمزوري کولو کوشش کړے او کوي يې او د اسلامي جمهوريت د تاسيس له وړومبنيو ورځو څخه د هغه راپرزول د يو سټراټيجک هدف په توګه به خپله اېجنډا کښې راوسۀ.

د ايران د خارجه  وزير محمد جواد ظريف په تعبير په تېرو څلوېښتو کلونو کښې هيڅ يو شېبه نه وه چې امريکه دې د راپرزولو دغه فکر له ذهنه وېستے وي.

د ايران خارجه  وزير محمد جواد ظريف پرون د اسلامي شورا د جرګې په غونډه کښې زياته کړه، په دې موضوع کښې د امريکې د چارواکو په فرق د يو چارواکي په نقل سره چې د امريکې يو لوړ رتبه چارواکے ؤ پوهېدې شوو؛ هغه راته وويل چې زۀ او بوش ستاسو د نظام د راپرزولو په موضوع کښې سره څه فرق نه لروو، زمونږ فرق په دې کښې دے چې زۀ پوهېږم چې دا کار نه شم کولې خو بوش خيال کوي چې کولې شي.»

دغه څرګندونې د امريکې استکباري ماهيت ته اشاره ده چې نه يوازې د ايران په اړه بلکه له نړيوالې ټولنې سره په چلند کښې او حتی له اروپا، چين او روسيې سره په غلطو چلندونو کښې څرګند شوے دے.

که څه هم د ايران سټراټيجک سياست په سيمه کښې د تاوتريخوالي له زياتېدو څخه مخنيوے دے؛ خو هلته چې تشخيص ورکړي پکار دي د تيريګر په وړاندې اودريږي؛ تيريګرو او ترهه ګرو ته په ځواب ورکولو کښې څه شک او ترديد نه کوي او د  ايران وسله وال ځواکونه ورسره د مقابلې کولو چمتووالے، اراده او مېړانه لري او له خپلو آئيډيالونو، ټاټوبي  او خلقو څخه په دفاع کښې څه شک او ترديد نه کوي.

د ايران ملت په تېرو يو څلوېښت کلونو کښې د تپل شوي جنګ د سخت دوران په شان حساسې او برخليک جوړونکې ورځې په کاميابۍ او د دښمنانو په دسيسو باندې په غلبې سره تېرې کړې دي او نن هم د دفاع او مخه نيونکو ډګرونو کښې په پوره اقتدار او قوت سره هر تيري ګر ته غاښ ماتونکي ځواب ورکولو ته چمتو دے. په دې لړ کښې د ايران دفاعي پاليسي په دوو سټراټيجکو سطحو کښې د زمکنې بشپړتيا، ملي ګټو او سيمه ايز ثبات د ساتنې په بنياد ده چې دغه دوه سطحې د کورني امنيت په ټينګولو او د سيمه ايز ثبات او امنيت په ساتنه کښې تعريف شوې دي.

د ايران اسلامي جمهوريت د مقدسې دفاع د دوران له تجربوڅخه په استفادې او په خپلو کورنيو توانمنيو باندې په تکيې سره خپل فوځي توان ته وده ورکړې ده. هغه څه چې د مقدسې دفاع په دوران کښې ترلاسه شوي دي، تل پاتې معنوي، سياسي او فوځي ارزښتونه لري چې پکار دي ساتنه يې اوشي او پياوړي کړې شي.  له دغو اړخونو څخه يوه د دفاعي توان اوچتول او د مخنيونکي قوت زياتول دي. په همدې بنياد په ټولو ډګرونو کښې د دفاعي توان مضبوطول د ايران د وسله والو ځواکونو د پروګرامونو له ترجيحاتو څخه وو او دي. اوس د ايران فوځي دفاعي، مخه نيونکي او يرغلي ظرفيتونو په دريو زمکنيو، سمندري او هوا فضاء به برخو او همدارنګ د نابرابرو جنګونو په برخه کښې د ګواښونو د اندازې په مناسبت سره وده موندلې ده.  

د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ عمومي قوماندان جنرل سيد عبدالرحيم موسوي مخکښې په همدې اړه د دې په بيانولو سره چې اسلامي جمهوريت له هيڅ يو هېواد سره جنګ نه غواړي، تاکيد کړے دے، ايران هيڅکله د جنګ شروع کونکے نه دے، خو له ځانه په دفاع کولو ښۀ پوهيږي.

په هره سطح کښې هرډول ګواښ ته د ايران د ځواب په اړه د ايران د دفاع د  وزير جنرل امير حاتمي پرونۍ وېنا په همدې ټکي باندې تاکيد دے.

---------------

 

ټیګونه

کمنټونه