Jan 23, 2020 12:56 Asia/Kabul
  • امریکایانوپه عین الاسد توغندوی حملې کې مرګ ژوبلې ومنلې

ډیری راپورونه او خبرونه ددې ښودنه کوی،چې د عراق په عین الاسدکې د امریکائی ترهه ګرو عسکرو پر مرکز د ایران په توغندوی حملې کې په لسګونو امریکائی ترهه ګر پوځیان هلاک شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ د داعش په ضد د تش په نامه نړیوال ائیتلاف  مرسیتال جنرال آلکس ګرینکویچ  فه فارن پالیسی خپرونې سره په خبرو کې چې نن خپرې شوی ،وئیلی دی، دهغو پوځیانو شمیر چې  د مغزی سقطې  له امله  ئې درملنې روانې دی ، شمیر ئې اوس له دیارلسو تر نولسو کسانو پورې رسیدلی دی .

 د امریکا د ترهه ګر ې پوځی قوماندانۍ (سنټکام)  مسئولانو هم پرون  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،لازیات ځواک  له عراقه دطبی درملنې لپاره جرمنی ته منتقل کړائ شوی دی .

 دغه ترهه ګر پوځی مرکز  لازیاتو جزیاتو ته اشاره نه ده کړې  خو وئیلی ئې دی ،ممکنه ده په راتلونکی کې  لازیات ټپیان  وپیژندل شی .

یوه امریکائی چارواکی له روئیټرزخبری آژانس سره د ځان د نه ښودلو په شرط وئیلی دی،کابو دولس امریکائی پوځیان له عراقه جرمنی ته منتقل کړائ شوی دی .

خو ډیری راپورونه او خبرونه ددې ښودنه کوی،چې د عراق په عین الاسد کې د امریکائی ترهه ګرو سکرو پرمرکزد ایران په توغندوی حملې کې په لسګونو امریکائی ترهه ګر پوځیان هلاک شوی دی .

د امریکا ئی پوځیانو د مرګ ژوبلو په باب د امریکا د حکومتهمیشنی دروغ،په همداوروستیو کې د امریکا د انټرنیټی فضا کارونکو ،شناندو او فعالانو په یوې بحث راپارونکی موضوع بدل شوی دی .ځکه له دې مخکې ئې په کرتو وئیلی وو چې په عین الاسد کې هیڅ مرګ ژوبلې نه دی اوښتی .

 

ټیګونه

کمنټونه