Jan 24, 2020 13:47 Asia/Kabul
  • د اټومي تړون پرځاې د ټرمپ موافقه

د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د اټومي موافقې پرځاې د ټرمپ د موافقې مخ کتنه د امریکا د توهم په چوکاټ کښې وبلله .

هغه پرون په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کښې د ایران د چارو د مسول برایان هوک لخوا د ټرمپ د موافقې مخ کتنې ته په غبرګون کښې ولیکل د ټرمپ د موافقې اصطلاح یوازې د امریکا له پخوا راهسې توهم پرته بل څه نه دي چې د سیسټاماټیک تکبر  او د ځان د لوې ښودلو له احساس څخه یې سرچینه اخیستي ده .

د ټرمپ د موافقې خبره د اروپايي هیوادونو لخوا د اټومي تړون د اختلاف د حل د مکانیزم له فعالیدا سره په یووخت مطرح شوه او درې (۳) موردونه چې اصلا له اټومي تړون سره اړه نلري یوځل بیا بیان شوي دي .

ایران د یورانیمو د پخولو حق ونلري .

د ایران د توغندیو په هکله خبرې اترې وشي .

او د ایران سیمه ییز سیاست بدل شي  د ټرمپ د موافقې چوکاټ اعلان شوی دی .

دغه درې (۳) موردونه مخکې هم د انګلستان په شمول د اټومي تړون د ځینو اروپايي هیوادونو لخوا مطرح شوي  او د دې ښودنه کوي چې په اټومي تړون کښې اروپا له امریکا سره غږمله ده او د خپلواکه رول د  لوبولو توان نلري .

په همدې چوکاټ کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په تیرې چهارشنبې ورځ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې یوځل بیا د امریکا د ولسمشر ټرمپ د مالیاتو د لګولو له ګواښ وروسته د اټومي تړون په هکله د اروپايي اتحادیې د نوي کړچار په خاطر په اروپا باندې نیوکې سره وویل ښه خبره دا ده چې اروپا خپله واکمنۍ اعمال کړي .

اروپا د اټومي تړون په هکله په خپل نوي دریځ سره یوځل بیا وښودله چې د امریکا په مقابل کښې د خپلواکه واکمنۍ په اعمالولو او کارولو کښې بې وسه ده .

د اروپايي هیوادونو په ګاډو باندې د پینځویشت (۲۵) فیصده مالیاتو د زیاتولو په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ ګواښ په واشنګټن باندې د اروپا د سیاسي او اقتصادي اړوندوالي اوج نندرې ته وړاندې کړ او د اروپا د واکمنۍ د  اهمیت په اړه ادعاګانې یې له چیلنج سره مخ کړي دي .

اروپا چې اټومي تړون یې د نړۍ دشپږو (۶) قدرتونو د رول لوبونې او د نړیوالې ډیپلوماسۍ نتیجه بللي ده نن ددغه نړیوالې موافقې د یوه (۱) لوري په توګه  د خپلواکه رول د لوبولو او د اټومي تړون د ژغورلو جوګه نه ده .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ګواښ په مقابل کښې د اروپا شاتګ د اروپا د واک ستني لړزانده کړي دي او د ټرمپ د مالیاتو په ګواښ سره د اټومي تړون خرڅول د اروپا په وړاندې د امریکا د ولسمشر د حکم وروستی اقدام دی .

هغه نړیوال بدلونونه چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له رسیدا وروسته رامینځته شوي په تیره بیا له نړیوالو موافقو او ځینو ارګانونو د واشنګټن وتل په ښه ډول ښيي د امریکا د ولسمشر ټرمپ له قانون وراخوا لوږه (اشتهار)هیڅکله ختمیږي نه او دغه مسله د اروپا د واکمنۍ د اعمالولو له کمزورتیا سره معنا لرونکی ارتباط لري .

ګواښ او رعب اچول د امریکا د هدفونو د پرمخ بیولو لپاره د ټرمپ سیاست دی او له دغه سیاست سره د اروپايي هیوادونو د ملګرتیا د دوام په بڼه  کښې د اروپا د واکمنۍ او د قدرت لپاره د روښانه تاریخي لرلید تصور نشو کولای .

هغه سیاستونه چې نن سبا په اروپا کښې روان دي له ځان سره د اختلاف نښې لري او د اټومي تړون په وړاندې د بریتانیا د لومړي وزیر دریځونه او د امریکا د ولسمشر ټرمپ له سیاستونو سره د انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسن بشپړه ملګرتیا د دې ښودنه کوي د ټرمپ تفکر د اروپا د قدرت ځینو برخو ته نفوذ کړی دی .

په دا ډول شرایطو کښې هغه څه چې اټومي تړون ژغوري دا دي چې  د اټومي تړون اروپايي هیوادونه په خپلو ژمنو عمل وکړي او د نویو مسائیلو مطرح کول او د نوي موافقې  په هکله خبرې کول له توهم پرته بل څه نه دي ځکه چې ایران خپلواکه هیواد دی او د خپل نفوذ د حوزې او د دفاعي مولفو په هکله له چا سره خبرې نه کوي .

 

ټیګونه

کمنټونه