Jan 24, 2020 15:16 Asia/Kabul
  • د ایران بریدونو د امریکا پوځي قدرت مات کړ

زمونږ خبریال وايي د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب حجت الاسلام و المسلمین سید محمد حسن ابوترابي فرد وویل په عراق کښې د امریکا د نیواکګر پوځ په اډو باندې د ایران توغندوي برید د امریکا پوځي قدرت دړې وړې کړ .

هغه د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په شتون سره د تیرې جمعې په لمانځه کښې د تهران د مسلمانانو او د انقلابي خلکو پراخ ګډون ته په اشارې سره وویل د ایران خلکو یوځل بیا په دغو مراسمو کښې په یاد پاتې ګډون سره د اسلامي انقلاب له مشر او د حضرت امام خمیني رح  او د شهیدانو له لوړو ایډیالونو سره خپل پیاوړی او دوامداره پیوند وښود .

د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب حجت الاسلام و المسلمین سید محمد حسن ابوترابي فرد زیاته کړه د امریکا د ترهګرو عسکرو په لاس د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د مشر ډګر جنرال قاسم سلیماني شهادت په سیمه کښې د امریکا د ناجایز شتون د ختمیدا پیلیدل دي او اوس د واشنګټن ملګري هیوادونه ځانونه په سیمه کښې د دړې وړې کیدا په حال کښې ویني .

هغه په عراق  کښې د امریکا له شتون څخه د کرکې د اعلانولو لپاره په  نن ورځې لاریونونو کښې  د خلکو میلیوني ګډون ته په اشارې سره وویل د عراق اتلو خلکو په دغو سترو لاریونونوسره «یوم اللهي» خلق کړه او د سیمې د مسلمانو ملتونو په څنګ کښې یې مړه دې وي امریکا شعارونه ورکړل .

د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب دغه راز د امریکا له دسیسو سره د مقابلې لپاره د سیمې د ملتونو د وحدت پرضرورت ټینګار وکړ .

 

ټیګونه

کمنټونه