Jan 25, 2020 15:53 Asia/Kabul
  • له امریکا داروپایانو بې چون و چرا اطاعت ستره غمیزه ده

د اسلامی ایران خارجه وزیر همداراز له این پي ټي تړون څخه د وتلو لپاره د ایران د ګواښ په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې هم وئيلي دي ، له این پي ټي تړونه د ایران وتل دایټم بم دجوړونې په معنا نه دي ، ځکه اسلامی ایران د اعتقادي او اخلاقي ا صولو په اساس اصلا د ایټم بم په جوړونې پسې نه دی .

د اسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف له شپیګل جرمنۍ خپرونې سره په خبرو کې  چې نن خپرې شوي،په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  د اختلاف دحل له میکانزم څخه  په استفادې کې د اروپائي ټرائيکا(جرمني ،انګلستان او فرانسې) احتمالي  اقدام ته په اشارې سره  زیاته کړې ،  اروپایانددغه شان  لارو چارو ته  دمخه کولو لپاره  هیڅ قانوني دلیلونه نه لري.

  جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره چې روسیه او  چین  په دې باب له ایران سره یو شان نظر لري ، روښانه کړې ده ،  اروپایان باید ځان دیوه ستر جنګ  لپاره تیار کړي .

 د اسلامی ایران خارجه وزیر همداراز له این پي ټي تړون څخه د وتلو لپاره د ایران د ګواښ په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې هم وئيلي دي،له این پي ټي تړونه د ایران وتل د ایټم بم دجوړونې په معنا نه دي ،  ځکه  اسلامی ایران  د اعتقادي او اخلاقي اصولو په اساس  اصلا د ایټم بم په جوړونې پسې نه دی .

 جواد ظریف  همداراز په سیمې کې د تاؤتریخوالي زیاتیدا، د امریکا دترهه ګر پوځ په لاس د جنرال قاسم سلیماني  په ترورکې د امریکا د حکومتي ترهه ګر ۍاقدام بللی او وئيلي ئې دي،امریکا به ددغې ترهه ګرې حملې ځواب  د لویدیځي آسیا له ولسه ترلاسه کړي .

د ایران خارجه وزیر ټينګار کړی ، د امریکا دغه حکومتي ترهه ګري  له دغه هیواده  د لویدیځي آسیا د خلکو د کرکې اونفرت د زیاتیدا لامل شوی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه