Jan 25, 2020 17:46 Asia/Kabul
  • د ايران د توغنده اي حملې د زخميانو په زياتېدو د پېنټاګان اعتراف، د ټرمپ د سترو دروغو افشاء کېدل

ايران په بغداد کښې د سردار سلېماني او د هغه د ملګرو د ناځوانمردانه وژلې په وجه له امريکې نه د سخت انتقام لپاره د خپلو وعدو په لړ کښې د جنورۍ په اتمه نېټه د شپې په وروستيو ساعتونو کښې په عراق کښې په عين الاسد امريکائي اډې باندې توغنده اي حمله وکړه.

که څه هم د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه چې دغې حملې څوک مړے يا زخمي نه دے لرلے خو واشنګټن ورو ورو د امريکائي فوځيانو په زخمي کېدو اعتراف کوي.

په دې لړ کښې د امريکې د دفاع وزارت پېنټاګان اعتراف وکړ د ايران په توغنده اي انتقام او عين الاسد اډې باندې حمله کښې د څلور دېرش فوځيانو سر او مازغو ته زيان رسېدلے دے. د پېنټاګان وياند جېنېټن هافمېن وويل، اتو فوځيانو ته زيان رسېدلے دے چې له دې مخکښې جرمني  ته منتقل کړې شوي وو او اوس امريکې ته وړل شوي دي. دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکښې د امريکې د دفاع وزير مارک اسپر د ايران د توغنده اي حملې د سرتاوانونو له معلوماتو او شمېر ښودلو ډډه کوله. د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکښې په يو اخباري ناسته کښې ويلي وو: « اورېدلي مې دي چې هغوي سرخوږے او نور  څه څيزونه (يعني مشکلات لرل) هغه څه چې زۀ يې وايم او رپوټ يې ورکولې شم همدغه دي چې څه دومره جدي څيز نه ؤ.» هغه له دې مخکښې هم ادعا کړې وه چې په عين الاسد اډې باندې د ايران په توغنده اي حمله کښې هيڅ يو امريکائي فوځي ته صدمه نه ده رسېدلې. پېنټاګان د ايران له توغنده اي حملې نه څو ورځې پس وړومبې اعتراف وکړ چې په دغه حمله کښې لږ تر لږه شپاړس فوځيان ژوبل شول. د سېنټکام په نامه په سيمه کښې د امريکې د ترهه ګرو ځواکونو قوماندانۍ هم په يوې بيانيه کښې په دې اړه ويلي وو يولس فوځيان له عراق نه بهر علاج معالجې ته ضرورت لري.

د پېنټاګان لخوا په دې باره کښې د د نيو شمېرنو خپرېدل ښودنه کوي چې د ټرمپ د وړومبنۍ ادعا په اپوټه نه يوازې د ايران په توغنده اي حمله کښې ګڼ شمېر امريکائي فوځيانو ته سخت زيان رسېدلے بلکه د هغوي د زخميانو شمېر هم زيات دے. ټرمپ په ارادي توګه کوشش وکړ چې د امريکې د پوزيشن د ساتلو لپاره چې له دويم نړيوال جنګ نه پس په وړومبي ځل د يو حکومت د وسله والو ځواکونو لخوا يې په يوې فوځي اډې حمله اوشوه،  په دغه حمله کښې د امريکائي ځواکونو د سرتاوانو له مسئلې انکار کوي. بله وجه ټرمپ د دې لپاره چې په عراق کښې په امريکائي فوځي اډې باندې د ايران د توغنده اي حملې نتائج ډېر ناڅه اوښئ له ايران سره له مخامخېدنې او مقابلې څخه ډډه کول وو چې د واشنګټن او د هغه د سيمه ايزو انډيوالانو لپاره يې زيات خطرناک اړخونه او نتائج لرل. همدارنګ په دې لړ کښې د ټرمپ د حکومت پاليسي د زياتو نيوکو په تېره بيا د ډېموکرېټانو لخوا د نيوکو سبب شوې ده.ډېموکرېټ سېنټر کريس مورفي د څلور دېرش تنو ته د ايران د توغنده اي حملې د زخميانو د زياتېدو د اعلان په ردعمل کښې وويل، د ټرمپ حکومت د دې لپاره چې ادعا وکړي د ايران په خلاف مخنيونه يې احيا کړې ده په عين الاسد باندې له توغنده اي حملې سره اړوند خبرونه يې جعل کړي. مورفي وليکل: «د ټرمپ حکومت دا موضوع پټه وساتله دې لپاره چې ادعا وکړي چې د ايران په خلاف يې مخنيونه احياءکړې ده.»

بلې ډېموکرېټې سېنټرې او امريکې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشر د انتخاباتونامزدې اليزابت وارن د ايران د توغنده اي انتقام د سرتاوانونو په باره کښې د ټرمپ حقيقت پټونې په غبرګون کښې د امريکې د جنګونو د ختمولو د ضرورت په اړه خبرې وکړې مېرمن وارن په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: « ټرمپ له ايران سره له جنګه ډډه وکړه او بيا يې زمونږ د ځواکونو زخمونه چې يوې جګړې په نتيجه کښې رامنځته شول وزغمل، پټ کړ او  هغه يې واړۀ وښول. دا يوه وحشتناکه چاره ده.»

په عين الاسد اډې باندې د ايران د انتقامي توغنده اي حملې د زخميانو په اړه  ورو ورو د خبرونو خپرول ښودنه کوي چې د ټرمپ  حکومت قصداً کوشش کوي چې د دغې حملې په نتيجه کښې د رامنځته شويو سرتاوانونو په اړه د زيات نه زيات حقيقت پټونې سياست ته هم هغه شان دوام ورکړي.د امريکې د روان ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو ډېموکرېټ نامزد جوبائيډن په عين الاسد اډې باندې د ايران په انتقامي توغنده اي حمله کښې د امريکائي فوځيانو د سرتاوانونو د صحيح اړخونو د پټونولپاره د ټرمپ کوشش ته په اشارې سره وويل: «دا چې ټرمپ دا مسئله دومره ساده ويني زما په نظر واقعاً يوه د کرکې وړ چاره ده.» همدارنګ دا مسئله نه يوازې اوس بلکه په نزدې راتلونکي کښې د امريکې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مبارزو په دوران کښې هم د ټرمپ لپاره د کمزورۍ د يو ټکي په توګه ګڼل کيږي او د هغه د همېشنۍ رويې يعنې د مختلفو مسائلو په باره کښې د دروغ ويلو څرګنده نښه ده.

---------

 

ټیګونه

کمنټونه