Jan 30, 2020 04:37 Asia/Kabul
  • د معظم رهبر په شتون سره د حضرت فاطمه زهرا (س) د شهادت د ماښام د وير مراسم

د حضرت فاطمه زهرا (س) د شهادت د ماښام د وير او ماتم مراسم د اسلامي انقلاب د معظم رهبر آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي، د يو شمېر چارواکو او د ايران د مختلفو پرګنو د زرګونو خلقو په شتون سره د تهران په امام خميني (رح) نومې امامباړه کښې ترسره شول.

د معظم رهبر د اطلاع رسونې د دفتر د سائيټ د رپوټ له مخې په دغو مراسمو کښې حجت الاسلام والمسلمين عالي په خپله وېنا کښې د مومنانو لپاره ترټولو مهم او ترټولو درون امتحان په سختو حالاتو کښې د خداے له ولي څخه د تابعدارۍ امتحان وبلۀ او وې ويل: په دغه امتحان کښې د کاميابۍ شرط له نفساني خواهشاتو څخه تېرېدل او له شېطاني القائاتو سره مقابله ده او د ولايتمدارۍ مطلب دا  دے چې انسان د خداے پاک د ولي فېصله او نظر په خپلې خوښې او نظر باندې مقدم ولري.

حجت الاسلام عالي اسلامي انقلاب د ايراني ټولنې د ولايتمدارۍ د ودې عامل وبلۀ او زياته يې کړه، له انقلابه تر مخکښې پورې له اهلبيت اطهار (ع) سره د مينې څرګندونې انفرادي اړه لرۀ خو د امام خميني (رح) غورځنګ د اجتماعي ولايت د رامنځته کېدو سبب شو.

په دغو مراسمو کښې همدارنګ د اهلبيتو (ع) مداح د صديقۀ کبری حضرت فاطمه زهرا (س) مصائب ذکر کړل او نوحه خواني يې وکړه.

پرون د جمادی الثاني يا څلورمې خور د مياشتې دريمه نېټه د خداے دګران رسول (ص) د قدرمنې لور او د اميرالمومنين حضرت امام علي (ع) د ګرانې مېرمن او د نړۍ د ښځو د سردارې حضرت فاطمه زهرا (س) د شهادت کليزه وه.

 

ټیګونه