Feb 01, 2020 04:53 Asia/Kabul
  • د سباؤن لسیزه دې پر ټولو مبارک وي

د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو او آ زادي غواړو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .

زمونږخبریال راپور راکړ  نن د  سلواغې دمیاشتې دولسمه نیټه  د ایران داسلامی انقلاب د سباؤن لسیزې لومړنۍ ورځ ده .

Image Caption

 

یوڅلویښت کاله مخکې د ۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې  دمیاشتې په دولسمه نیټه  د اسلامی انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني  له څوارلس کلنې جلاوطنۍ  او له خپل ټاټوبي له لیرې کیدا وروسته د ایران د میړني اوشجاع ولس په ولولناک او پرتمین هرکلي سره د  ایران په خاوره ګام کیښود.

 له دغې ورځې په لسو ورځو تیریدا پسې  د سلواغې په دوویشتمه نیټه  د ایران  اسلامی پرتمین انقلاب هم بریالی شو   او له ایرانه د استعمار او ستکبار لاسونه لنډ شول .

 په همدې دلیل   د سلواغې له دولسمې  د سلواغې تر دوه ویشتمې نیټې پورې  په درست ایران کې د سباؤن لسیزه یا دهه فجر  په پرتم سره لمانځل کیږي .دسباؤن لسیزې په لومړۍ ورځ  او دایران په ټاټوبي د امام خمیني د ګام کیښودو په وخت په درست ایران کې د ښونځیو ټلۍ ،د کلیساګانو سایرن ، د کشتیو او ریل ګاډو هارنونه کړنګیږي  او په درست ایران کې د ا... اکبر چغې پورته کیږي .

 د تهران  ریډیو درست کارکونکي  په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو  او آ زادي غواړو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه

کمنټونه