Feb 11, 2020 05:18 Asia/Kabul
  • د امریکا ظالمانه بندیزونه د ایران د ولس په ضدترهه ګراقدام دی

ډاکټر روحاني ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران خپل پوځي توان ، هیڅکله د تیریو لپاره نه دی کارولی ، ټينګار کړی ، د جنګ اوتیریو پاي ، له تر هه ګرۍ څخه د ملاتړ او د بندیزونو پاي او د یوه بل ترڅنګ ژوند کول ، د ایران دا سلامی ا نقلاب پیغامونه دي .

زمونږخبریال راپورراکړ  د اسلامی ایران  ولسمشر حسن روحاني پرون مازدیګر په تهران کې له  دیره بهرنیو  سفیرانو ،د نمایندګیو او  موسسو او ادارو له مشرانو سره په کتنې کې  د تهران په ضد د واشنګټن  بندیزونه ،د ایران د ملت په ضد غیر انساني جنایتکار  او ترهه ګر اقدام وبالۀ.

 ډاکټرحسن روحاني  په دغې کتنې کې چې  په تهران کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د یوڅلویښتمې کلیزې په مناسبت  ترسره شوي ، وئيلي دي ،  هغه کسان  چې د ایران له تاریخ ،تمدن اوکلتور سره بلد دي ، پوهیږي ، چې د ایران ولس  د بدماشیو ،سرزوریو ، ناحقه ، غلطو او خبرو او ناروا دباؤنو  په وړاندې هیڅکله هم نه تسلیمیږي .

 د اسلامی ایران ولسمشر  په تیرو دوو کلونو کې د ایران په ضد دامریکا بندیزونو اودباؤنو زیاتیدا ته په اشارې سره په تهران کې دیره سفیرانو او د نورو نمایندګیو مشرانو ته په خطاب کې  یادونه وکړه ،  په تیرو اتو میاشتو کې په ایران کې د انفلیّشن  او پانګوننې بشمول  درست اقتصادي کریډيټونه  او کارکسب او اقتصادي ودې احصائې ، د  ایران د ملت په ضد دامریکا د دسیسو د ناکامۍ ښودنه کوي .

 هغه همداراز په دې خبرې په  ټينګار سره چې  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک   قوماندان جنرال قاسم سلیماني  په سیمې کې  په ثبات او آ رامښت پسې ؤ و ووئيل ، هغه څه چې سپينه ماڼۍ ئې په سیمې کې ترسره کوي ،د سیمې د ملتونو د ګټو ،د سیمې  دثبات  او  همداراز د  واشنګټن او د  امریکا د ولس په ضد دي .

ډاکټر روحاني ددې خبرې په کولو سره چې  اسلامی ایران خپل پوځي توان ، هیڅکله د تیریو لپاره نه دی کارولی ، ټينګار کړی ، د جنګ اوتیریو پاي ، له تر هه ګرۍ څخه د ملاتړ او د بندیزونو  پاي  او  د یوه بل ترڅنګ ژوند کول ، د ایران دا سلامی ا نقلاب پیغامونه  دي .

 په تهران کې  دیره د نورو هیوادونو سفیرانو ، او د نمایندګیو او   ادارو مشرانو  په دغو دستورو کې   داسلامی ایران ولسمشر ته د اسلامی انقلاب دبریالیتوب د۴۱کلیزې  په مناسبت مبارکي ووئيله .

 

ټیګونه

کمنټونه