Feb 11, 2020 06:20 Asia/Kabul
  • په درست ایران کې د الله اکبر چغې انګازې کوي

د تهران راډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو او آ زادي غواړو ملتونو او په تیره بیا تاسو خوږو آوریدونکو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .

نن د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب یو څلویښتمه کلیزه ده  چې  له بیګا راهسې د ایران  په درست ټاټوبی کې  خلک خوشال دي او دکورونو ، جوماتونو او ودانیو بامونو ته ختلي  او د یوڅلویښت کاله مخکې پيښو په یاد او خاطرو یادولو سره  د الله اکبر چغې پورته کوي او  یو ځل بیا استکبار او استعمار د دړکو او دباؤنو په وړاندې د  نه تسلیمیدا هوډ کوي .

Image Caption

 

همداراز  په درست ایران کې  د الله اکبر  له چغو سره  په یووخت رنګارنګ  چراغان کیږي او خلک د خپلو شهیدانو او سرښیندونکو د درنښت په خاطر  د خوشالیو اوښکې تویوي،  او درست ایرانیان به نن  په میلیوني لاریونونو کې  په پرتمین او ولولناک شتون سره  داسلامی    انقلاب له آئيډیاؤ او داسلامی انقلاب له معظم لارښود سره  خپل  میثاق  نوی کړي  او د استکبار او استعمار دسیسو او کرغیړنو کړنو ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي . ځکه په تیرو څلویښتو کلونو  کې ئې  هیڅکله هم په ډيرو بدو شرائطو په وخت کې  د زور او دباؤ په  وړاندې له تسلیمیدا انکار کړی  او  بیا به هم پخپل اتحاد او یو موټي توب سره د دښمنانو درستې دسیسې  شنډې کړي .

 د تهران راډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو او  آ زادي غواړو ملتونو  او په تیره بیا تاسو خوږو  آوریدونکو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .

 

ټیګونه

کمنټونه