Feb 15, 2020 11:10 Asia/Kabul
  • امریکې په جهالت او غلطو اطلاعاتو سره لویدیځه آسیا د جنګ په درشل ودروله

ظریف: امریکې په جهالت او غلطو معلوماتو سره لویدیځه آسیا د جنګ تر درشلې مخته بوتله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د شهید قومندان ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني په ټرورولو کښې د امریکې جنایت ته په اشارې سره وویل: امریکې په جهالت او غلطو معلوماتو سره لویدیځه آسیا د جنګ تر درشلې مخته بوتله.

محمد جواد ظریف نن سهار د میونخ د امنیتي غونډې په څنګ کښې د امریکې این، بي، سي NBC ټي وي چینل ته په یوه مرکه کښې، په دې خبرې سره چې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو په جنورۍ میاشت کښې د سردار سلیماني د ټرور او شهادت د کړکیچ په اوج کښې ایران ته یو نامناسب لیک راواستوه، زیاته کړه: د پمپئو لیک په یوشمیر ګواښونو مشتمل و چې تهران هم ورته سخت ځواب ورکړ.

ظریف له ایران سره د کړکیچ د پيلولو په وجه د امریکې د حکومت په رټلو سره، د دغه کړکیچ پاې د ټرمپ په شاتګ پورې شرطمن وبلله او څرګنده یې کړه: امریکا د خپلو اقداماتو د پایلو مسئوله ده.

د ایران خارجه وزیر د عراق یا لبنان په مقاومتي ډلو باندې د تهران د کنټرول په هکله زیاته کړه: سردار سلیماني له ټروریدو او شهیدیدو مخکښې هڅه کوله چې په عراق کښې شخړې او لانجې کمې کړي.

ظریف هم داشان تیر ماښام په میونخ کښې خبریالانو ته وویل چې که اروپا پر خپلو برجامي (د ایټمي موافقې په) ژمنو عمل وکړي نو ایران به هم د خپلو ژمنو کمولو له بهیره راستون شي.

 

ټیګونه

کمنټونه