Feb 16, 2020 14:37 Asia/Kabul
  • په انتخاباتوکې د ایران د ولس پراخ ګډون ددښمنانو دنهیلیتوب لامل کیږي

ټاکل شوې ده ، د ایران د اسلامی شورا د دوه سوه نوي استازو د یولسم پړاؤ په درست ایران کې او همداراز د رهبرۍ د خبرګانو شورا د مینځ پړاوه انتخاباتو په فارس ، خراسان شمالی ، خراسان رضوي او قم ولایتونو کې د ترسره کیدا لپاره عمومی انتخابات د روانې فرورۍ میاشتې په یویشتمې نیټې ترسره کیږي .

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو اوټيلیویژني ادارې  مشر علی عسکري نن په تهران  کې ددې خبرې په کولو سره چې د فرورۍ په یویوشتمه نیټه  د  ایران د ولس په پراخ ګډون سره  د پارلیمان  د انتخاباتو ترسره کیدا به د دښمنانو د نهیلیتوب  او  اسلامی ایران ته د ګوزار د ورکولو لپاره د دوی د دسیسو د شنډیدو لامل شي ، وئيلي دي ، دایران درستو پرګنو څخه غواړو  څو په پارلیماني  انتخاباتو کې دې پراخ او ولولناک ګډون وکړي .

د ایران د ریډیو او ټيلیویژني ادارې مشر همداراز د فرورۍ په یویشتمه نیټه  د ولولناکو انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره د صدا و سیما د ادارې جدي هوډ ته په اشارې سره زیاته کړې ، د ایران ریډیو اوټيلیویژني ادارې  په تر ټولو زیات توان سره ، خپل ټوله هڅه  داسلامی شورا یا پارلیمان د اهمیّت د معرفۍ لپاره  دپروګرامونو تولید ته  اړولی دی .

ټیګونه

کمنټونه