Feb 17, 2020 14:45 Asia/Kabul
  • له امریکا سره خبروته نه او په ټاکنوکې دخلکوپه ولولناک شتون ټینګار

په لومړی چورلیز کی دامریکا د استکباری ماهیت بیانول او هغه هدفونه چی د ایټمی موافقې د دباو د بهیر تر شا وجود لري .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی په څوارلسم خبری کانفرنس کې د داخلی او بهرنیو خبریالانو په پوښتنوکې له امریکا سره د خبرو اترو ، د شهید قاسم سلیمانی په ترور کې د امریکا ترهه ګر جنایت ته د پیاوړی ځواب ، انتخاباتو او نورو موضوګانوته ځوابونه وویل .

په دغه خبری کانفرنس کې د دریو مهمو چورلیزونو جاج اخیستلې شو .

 په لومړی  چورلیز کی دامریکا د استکباری ماهیت بیانول او هغه هدفونه چی د ایټمی موافقې د دباو د بهیر تر شا وجود لري . د برجام له مینځه وړلو د امریکایانو هدف  زور ویونکیو غوښتنو ته د ایران د تسلیمولو په اړه د غلطو محاسباتو په اساس د زیات نه زیات دباو اچول دي چی داسې هدف به هیڅکله پوره نشی . په دې باره کی د ښاغلی روحانی پرونۍ څرګندونې جوتې او پریکنده وې .

روحانی په خپلو خبرو کې وویل امریکایانو دا فکر کاوه چی په زیات نه زیات دباو سره مونږه د خبرو اترو میز ته راوستلې شی . هغه ټینګاروکړ مونږه په قدرت ، توان او عزت سره د دنیا په وړاندې په ډاګه خپله حقه خبره بیان کړه ، خو هیڅکله په کمزورتیا سره د خبرو اترو میز ته نه راځو .

د اسلامی ایران د ولسمشر د خبرو اترو دوهم چورلیز امنیت او هغو چیلنجونو ته کتنه ده چی د امریکا یواړخیز پالنې په سیمه کی رامینځته کړی دي . په سیمه کې د څو وروستیو کلونو پیښو ته کتنه ښی چی په سیمه کی د ناامنیو او تاوتریخوالیو په رامینځته کولو کې په امریکا او صیهونیسټ رژیم سربیره د عربستان په شان هیوادونو هم رول درلودلی دې . عربستان کابو پینځه کاله کیږی چی له یمن سره یې تیری ګر جنګ ته وردنګلی دي . په دغو کلونو کی د عربستان سیاست د دغه تیری په دوام اصرار دې خو دغه سیاست یوه غلطه او لګښت لرونکی ټاکنه ده . په دغه جنګ کی د عربستان لپاره هیڅ بریا نشته ده . ریاض اوس د ماتې په دریځ کې راغلې دې او د ناامنۍ لګښتونه په نورو هیوادونو نشی ورتپلې .

د اسلامی ایران ولسمشر وویل مونږه تل په سیمه کی په امنیت پسې یو  او سردار قاسم سلیمانی په هغو سردارانو کې شامل وو چی په فارس خلیج او د لویدیځې اسیا په حساسې سیمې کې په سولې او ثبات پسې وو او تل یې په دغه لاره کې هڅه وکړه او وروستې کوشش یې هم په همدې لاره کې وو .

خو د روحانی د مرکې دریم چورلیز د انتخاباتو موضوع وه . هغه انتخابات چی په راتلونکی جمعې ورځ به ترسره شي .

د اسلامی ایران ولسمشر په دې زمینه کی په دې هکله د برایان هوک وروستۍ ادعا ته په ځواب کی چی  کوندې په ایران کې ټاکنې نمایشی دي او له مخکې پلان شوی دي ، د ایران په اسلامی جمهوریت کې ډیموکراسي د نړۍ له نورو هیوادونو حتی امریکا او لویدیځو هیوادونو حقیقی وبلله .

۴۱ کلنې تجروبې ښودلی ده چی د ولولناکو انتخاباتو ترسره کیدا د ایران په ګټه او د غلیمانو په تاوان ده . په همدې علت امریکا تل په ټاکنو کې د خلکو د لږ ګډون غوښتونکی ده . دغو حقیقتونو او د ښاغلی روحانی ویناو ته په پام سره د دغو ورځو مهمې موضوع یعنی انتخاباتو او د ایرانی ملت په اقتدار او انسجام د هغه اغیزو په اړه روښانه شننې ته رسیدلې شو .

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه