Feb 18, 2020 05:54 Asia/Kabul
  • د واشنګټن معادلات په عین الاسد باندې د ایران په حملې سره ګډوډ شول

سردار سلامي وايي: په عین الاسد نومې امریکايي اډې باندې حمله د ایران زیات نه زیات سټراټیجک غبرګون نه و بلکې د امریکې جنایت ته د ځواب پیلامه وه.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په عراق کښې د امریکې په پوځي اډې باندې د ایران توغندوي حملې په نړۍ کښې د واشنګټن معادلات ګډوډ کړل، وویل: دا عملیات د ایران زیات نه زیات سټراټیجک غبرګون نه و بلکې د امریکې جنایت ته د ځواب پیلامه وه.

جنرال حسین سلامي پرون المیادین خبري چینل ته په یوه مرکه کښې د سردار قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو په ټرورولو کښې د امریکې جنایت ته د ایران مقتدرانه ځواب ته په اشارې سره وویل: امریکایان تل عادت لري چې له هر هیواد سره مقابله وکړي بې له دې چې هیڅ ځواب ترلاسه کړي خو د ایران ځواب سبب شو چې واشنګټن په خپل حساب کتاب او معادلاتو کښې بیاکتنه وکړي.

جنرال سلامي په عین الاسد امریکايي اډې باندې د ایران د حملې په نړیوال تاثیر باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت غبرګون په یوې معلومې سیمې کښې ترسره شو خو اغیزه یې نړیواله وه.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان ټینګار وکړ: د امریکې جنایت ته د ایران سټراټجک ځواب به هله بشپړ شي چې وروستی امریکايي له لویدیځې آسیا څخه ووځي.

جنرال سلامي م داشان صهیونیسټي رژیم ته په خبرداري سره یوادونه وکړه چې د اسرائیلیانو تر نیواک لاندې ټولې سیمې د ایران په نښه او رینج کښې دي او د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو په محاسباتو کښې صهیونیسټي رژیم له امریکایانو ډیر وړوکی او ډیر ناتوانه دی.

 

ټیګونه

کمنټونه