Feb 19, 2020 15:47 Asia/Kabul
  • اروپايانو له امريکې څخه په اطاعت سره وښودله چې دباو قبلونکي دي

د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې اروپايانو د ايران په خلاف په غېر قانوني بنديزونو کښې له امريکې څخه په اطاعت سره وښودله چې دباو قبلونکي دي، وويل: امريکې د اروپايانو د دغه سياست په وړاندې هغوي په بنديزونو وګواښل.

محمد جواد ظريف نن د کابينې له غونډې وروسته د خبريالانو په ټول کښې وويل، په مالي او دفاعي برخو کښې د اروپائي اتحاديې نه خپلواکي د امريکې له سياستونو څخه د اطاعت نتيجه ده.

ظريف په دوام کښې د دې په بيانولو سره چې د ايران خلق به د اسلامي شورا د جرګې په راتلونکو انتخاباتو کښې له زوږه ډک شتون ولري وويل، د ايران خلق به يوځل بيا اوښئ چې د واشنګټن له زيات نه زيات دباو سياست ماتې خوړلې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه