Feb 19, 2020 16:17 Asia/Kabul
  • په انتخاباتو کښې د خلقو له زوږه ډک ګډون امريکه قهرجنوي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د فرورۍ د يويشتمې په انتخاباتو کښې د خلقو له زوږده ډک ګډون د امريکې قهرېدو سبب وبلۀ او تاکيد يې وکړ: د ايران خلق به په خپل اتحاد او يووالي سره امريکنيانو ته وښئ چې توانمن او قدرتمن دي.

حسن روحاني نن د کابينې په غونډه کښې د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې د اسلامي شورا جرګه يو قدرتمنه اداره  ده واضحه کړه، د ايران خلق د اسلامي شورا د جرګې د جمعې د ورځې په انتخاباتو کښې په حماسي ګډون سره يو ځل دښمنان مايوسه کوي.

د ايران د اسلامي شورا د جرګې د يولسمې دورې انتخابات په ټول ايران کښې په دوه سوه اتو حلقو کښې او د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د پينځم دور د وړومبنۍ مېنځ مهاله دورې انتخابات په تهران ، فارس، خراسان شمالي، خراسان رضوي او قم پنځو حلقو کښې د جعې په ورځ اوشي.

روحاني په دوام کښې د دې خبرې په بيانولو سره چې د ايران د ملت په خلاف د امريکې بنديزونه يو ترهه ګريز اقدام دے، واضحه کړه: اوس په امريکه کښې داسې يوه ډله واکمنه شوې ده چې د صهيونېسټانو او د سيمې د ځينو مرتجعو رژيمونو په ملاتړ سره د ايران د خلقو لپاره يو لړ مشکلات رامنځته کړي دي.

ولسمشر روحاني په دې باندې په تاکيد سره چې په سيمه کښې په تېره بيا د ايران په اړه د امريکې سياست غلط سياست  دے يادونه وکړه، د امريکې چارواکي بايد پوه شي چې له زيات نه زيات دباو يې د ايران د خلقو د وحدت او قوت په وړاندې نور ځواب نه ورکوي نو مجبوراً بايد غاړه کيږدي او حق ومني.

روحاني همدارنګ د دې په بيانولو سره چې شهيد جنرل قاسم سلېماني له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د سيمې د ثبات او امنيت سېمبول ؤ دا خبره په ګوته کړه چې د شهيد سلېماني د جنازې په مراسمو کښې د ايران د ميلينونو خلقو ګډون وښودله چې هغه ټول افکار چې امريکنيانواو ځينو لويديځوالو په وروستيو کلونو کښې د ايران په اړه لرل غلطه محاسبه او اشتباه تفکر ؤ.

 

ټیګونه

کمنټونه