Feb 19, 2020 16:50 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه د سردار سلیماني د ټرور په غیرقانوني والي ټینګار لري

د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټرې د امریکې د حکومت له خوا د سردار سلیماني ټرور د نړیوالو حقوقو خلاف ورزي وبلله

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه نیټه په یو غیرقانوني او جنایتکارانه اقدام کښې د بغداد په هوايي ډګر کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو د وژلو حکم صادر کړ. اوس د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټرې په دې لړ کښې د نړیوالو قوانینو په څرګندې خلاف ورزۍ ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټرې اګنس کالامار Agnès Callamard پرون د امریکې د حکومت له خوا د سردار سلیماني ټرور د نړیوالو حقوقو خلاف ورزي وبلله او ټینګار یې وکړ چې د امریکې د حکومت دغه وروستۍ اقدام د یوې داسې غلطې رویې پیلامه ګرځیدی شي چې بلآخره په یوې غمیزې بدله شي. هغې وویل: د (سردار) قاسم سلیماني په ټرور سره له خپل هیواده بهر د پوځي قدرت په کارولو پورې اړوند معیارونه د یو حکومت له خوا په بشپړه توګه تر پښو لاندې شول. په دغې پیښې کښې یو حکومتي چارواکی په نښه کړی شو په داسې حال کښې چې پخوا به غیرحکومتي لوبغاړي په نښه کیدل او دا کار د نړیوالو اصولو او معیارونو څرګنده خلاف ورزي وه.

سردار سلیماني او د عراق د حشد الشعبي ځواک مرستیال ابو مهدي المهندس سره د خپلو اتو ملګرو د جنورۍ په دریمه نیټه د بغداد په هوايي ډګر کښې د امریکې د تیري ګرو او ترهګرو ځواکونو په هوايي حمله کښې شهیدان شول. د پینټاګان د اعلان له مخې، د دغې حملې حکم ډونلډ ټرمپ صادر کړی و. د دې جنایت لپاره د ټرمپ پلمه دا ادعا وه چې سردار سلیماني د امریکایانو او د هغوي د اډو خلاف د حملو د پلاننګ په موخه عراق ته تلی و او په هغوي باندې د امریکې هوايي حمله یو مخه نیونکی اقدام و.

دا په داسې حال کښې دي چې د عراق جګ پوړو چارواکو دغه ادعا رد کړی دی. د عراق موقته وزیراعظم عادل عبدالمهدي د جنورۍ په پنځمه نیټّ د دغه هیواد د پارلیمان په غونډه کښې وویل چې شهید سردار سلیماني عربستان ته د ایران د پيغام د منتقلولو لپاره بغداد ته ورغلی و. عبدالمهدي په خپله وینا کښې ټینګار وکړ چې سردار سلیماني د عربستان هغه لیک ته د ایران پيغام درلوده چې له دې مخکښې بغداد تهران ته رسولی و.

په دا ډول د واشنګټن د ادعا دروغوالی بیخي څرګندیږي. په حقیقت کښې د ټرمپ حکومت له تیر کابو یونیم کال راهیسې د سردار سلیماني د ټرورولو نیت درلود. نوي شواهد او د جګ پوړو امریکایي چارواکو څرګندونې ښودنه کوي چې واشنګټن له څو میاشتې مخکښې نه په دې لړ کښې فیصله کړې وه او د دغې جنایتکارانه طرحې د اجرا لپاره یوازې د مناسب وخت د رارسیدو په تمه وو. د امریکې این، بي، سي خبري چینل د روان کال د جنورۍ په دیارلسمه نیټه رپورټ ورکړ چې ټرمپ د تیر ۲۰۱۹ کال په جون میاشت کښې یعنې اووه میاشتې مخکښې د سردار سلیماني د ټرور لپاره مشروط حکم صادر کړی و. هغه د ایران د دافع هوا ځواک له خوا د امریکې د ګلوبل هاک نومې ډرون له نسکوریدو وروسته امر وکړ چې که د ایراني ځواکونو یا ورپورې د پیئلو ډلو حملې د امریکايي ښاریزو یا پوځیانو د وژل کیدو سبب شي نو ورپسې دې سردار سلیماني د امریکايي ځواکونو له خوا هدف وګرځي او ټرور دې شي.

ټرمپ د سردار سلیماني له ټرور وروسته بې د هیڅ ډول مستنداتو او شواهدو له وړاندې کولو مدعي شو چې د دغه کار وجه د امریکايي ځواکونو لپاره د هغه قریب الوقوع خطر او د امریکې په څلورو سفارتخانو باندې د حملې لپاره د هغه پلاننګ پاتې شوی دی. په داسې حال کښې چې په سردار سلیماني باندې د حملې په هکله د ټرمپ په ادعا او د سپینې ماڼۍ د رپورټ په مفادو کښې ډیر اختلاف دی.

د امریکې دفاع وزیر مارک اسپر د جنورۍ په دولسمه نیټه د امریکې په سفارتخانو باندې د حملې لپاره د سردار سلیماني د راتلونکو اقداماتو په هکله د ټرمپ ادعا دروغ وبلله او ویې ویل: ما داسې هیڅ څرګند شواهد نه دي لیدلې چې ګني ایران په څلورو امریکايي سفارتونو باندې د حملې پلاننګ کړی وي.

حقیقت دا دی چې د ټرمپ د پوځي او امنیتي صلاحکارانو له نظره، د ایران او عراق د دوو مهمو قومندانانو په توګه په بغداد کښې د سردار سلیماني او ابومهدي المهندس په یو وخت شتون چې له داعش سره په مبارزه کښې یې مهم رول درلود او په عین حال کښې په لویدیځې آسیا کښې د امریکې د اهدافو د پوره کیدو جدي خنډونه وو، یو داسې فرصت و چې ضایع کولی یې نه شو او داشان امریکایانو په هغوي باندې په ناځوانمردانه حملې سره یو ستر جنایت ترسره کړ.

اوس د امریکې د دغه جنایتکاره اقدام د غیرقانوني توب په هکله د ملګرو ملتو د ځانګړې استازې په څرګندې دریځنیونې سره هیڅ شک نه پاتې کیږي چې ټرمپ او د هغه حکومت د نړیوالو قوانینو اصلي خلاف ورزي کونکي دي او د امریکې د زورمدارانه سیاستونو په لړ کښې د دغو قوانینو او اصولو هیڅ پروا نه کوي. دا په داسې حال کښې دي چې واشنګټن په ګڼو مواردو کښې په یو اقدام کښې چې هغه (مخې ته تیښته) بللی شو، د ایران لخوا د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو د خلاف ورزۍ مدعي شوی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه

کمنټونه