Feb 20, 2020 05:24 Asia/Kabul
  • د ایران د پارلمان انتخابات سبا ترسره کیږي

زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي په دې خبرې سره چې د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو انتخابات سبا په ټول هیواد کښې ترسره کیږي وویل دغه انتخابات د رایو اچونې په پینځه پنځوس زره(۵۵۰۰۰)مرکزونو او د انتخاباتو په دوه سوه اتو (۲۰۸) حوزو کښې ترسره کیږي او زیاته یې کړه په ټول کښې څه د پاسه لس لکه (۱۰۰۰۰۰) کسان د انتخاباتو په بهیر کښې فعالیت کوي .

هغه وویل د ایران د  کورنیو چارو وزارت د اسلامي شورا د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره بشپړه چمتو والی لري او زیاته یې کړه انتخابات د هیواد په برخلیک کښې د خلکو د ګډون د ورایښت په توګه له زیات اهمیت څخه برخور دي .

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي وویل انتخابات ډیره مهمه چاره ده او د اسلامي انقلاب یو(۱) برکت دی چې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه او د شهیدانو په برکت د ایران په  نصیب شوی دی .

د ایران د پارلمان د انتخاباتو لپاره اوه زره او یوسل اته څلویښت (۷۱۴۸) کاندیدان د دوه سوه نوي (۲۹۰) څوکیو لپاره سیالۍ کوي او په دې ډول د پارلمان د هرې څوکۍ لپاره کابو څلرویشت(۲۴) کسان له یوبل سره سیالۍ کوي .

 

ټیګونه

کمنټونه