Feb 21, 2020 14:45 Asia/Kabul
  • انتخابات د اسلامي انقلاب په ۴۱ کلنۍ کې ملي جشن

انتخابات په ایران کی د دینی ولسواکۍ سمبول دي چی د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته په متوسطه توګه په کال کی یوځل انتخابات شوی دي او دا د خپل برخلیک په ټاکلو او د ایران د راتلونکي په فیصله کولو کې د خلکو د نیغ په نیغه او غیر مستقیم ډول د رول ښودنه کوي .

د اسلامي شورا یولسم پړاو انتخابات د جمعې په سهار په تهران او درست اسلامی ایران کې په یووخت پیل او ترسره شول .

انتخابات په ایران کی د دینی ولسواکۍ سمبول دي چی د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته په متوسطه توګه په کال کی یوځل انتخابات شوی دي او دا د خپل برخلیک په ټاکلو او د ایران د راتلونکي په فیصله کولو کې د خلکو د نیغ په نیغه او غیر مستقیم ډول د رول ښودنه کوي .

په ټاکنو کې د ایرانی اولس د شتون اهمیت مهم ملی ، سیمه ایز او نړیوال پیغامونه لري . د دغه شتون ملی پیغام  له ملی ګټو د دفاع او ملی جشن کې د ایرانی اولس د سیاسی مشارکت اهمیت دې .

په همدې زمینه کې د رهبرۍ ستر مقام د رهبرۍ ستر مقام  د حضرت امام خمینی رح په امام بارګاه کې په شتون سره د دې خبرې په کولو سره چی انتخابات د هیواد د ملی ګټو تضمینونکی دي  جوته کړه  د انتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده . د اسلامي انقلاب معظم لارښود  حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای پر دې په ټینګار سره چی انتخابات یوه شرعی دنده ده زیاته کړه د انتخاباتو ورځ د ملت د مدنی حق د احقاق ورځ ده چی غواړی راشی راې ورکړی او د هیواد د چارو په اداره کولو کې خپل ګډون چی د هغو حق دې ، ترلاسه کړي ، د دې په ترڅ کې چی راې ورکول یوه شرعی دنده ده .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز انتخابات د ملی ګټو تضمینونکي وبلل او زیاته یې کړه پر دې اساس هر کس چی له ملي ګټو سره دلچسپي لری په انتخاباتو کی ګډون کوي .

همداراز په داسې شرایطو کې چی په تیر یوه کال کی امریکایانو په انتخاباتو کې د خلکو له پراخ شتونه د ایرانی ولس د سړولو لپاره ډیرې هلې ځلې کړي دي ، په ټاکنو کې د ایرانی ولس  شتون دا سیمه ایز او نړیوال پیغام لري چی د ایران اولس په هرو شرایطو کې حتی د دښمنانو د زیات دباو په وخت کې هم له اسلامي انقلاب سره یو ځای او ملګري دي . د انتخاباتو په ټولو تیرو پړاونو او اوس د اسلامي شورا په یولسم پړاو کې د ایرانی اولس سیاسی مشارکت د ایران د خلکو مسولیت منل ښی چی په هرو شرایطوکې له خپل مدنی حق خبر دي .

په تیرو ۴۱ کلونو کې د اسلامي انقلاب په بیلا بیلو ملی او سیاسی ډګرونو کې د ایرانی اولس شتون دایران د اسلامی جمهوریت قدرت او اقتدار زیات کړې دې . د ایران د امنیت او قدرت مهمه مولفه د هغه ولسي والې دې چی د ټرمپ حکومت له ترهه ګرو اقداماتو سره سره نه مغلوب کیږي .

 په درست اسلامي ایران کې د اسلامي شورا د یولسم پړاو د رای اچولو له پیل سره سم  د خلکو اوږدو صفونو یو ځل بیا د امریکایی چارواکو ټول محاسبات ګډوډ کړل او نړیوالو ته یې دا پیغام ورکړ چی د ایران خلک له ځینو مسکلاتو سره سره هماغه راز له خپلو ملی ګټو په دفاع کی شاته نه پاتی کیږی .

په تیرو ۴۱ کلونو کې د ایرانی اولس ژمنې ته وفاداره پاتی کیدل د ایران په اسلامی جمهوریت کې د حکومتی اورګانونو د ولسي والی ښودنه کوی او نن په ملي جشن او له ملی ګټو په دفاع کې د ایرانی ولس د اته دیرشم (۳۸) ځل لپاره ګډون به تکرار شي .

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه