Feb 21, 2020 15:02 Asia/Kabul
  • د ایران خلکوپه ټاکنوکې په شتون سره مړه دې وي امریکا شعار ته تحقق وبخښه

ایت ا... خاتمی ټینګار وکړ په ټاکنو کې د خلکو شتون د دښمنانو د سرټیتي او د ایراني اولس د سرلوړی سبب شو .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران د اسلامی شورا د یولسم پړاو او د خبرګانو شورا د لومړنی پینځم  مینځ پړاوه انتخاباتوکې د ایرانی اولس پراخ شتون ته په اشارې سره وویل د ایران خلکو په انتخاباتو کې په شتون سره مړه دې وی امریکا شعار ته تحقق وبخښه .

ایت ا... سید احمد خاتمی د دې خبرې په کولو سره چی په ټاکنو کې د اولس پراخ شتون دښمن غوسه کړ زیاته کړه دښمنانانو او له هغو سره اړونده رسندویو د ایران خلکو ته التماس وکړ چی په انتخاباتو کې ګډون ونکړی خو د ایران خلکو په خپل شتون سره هغو ته پریکنده ځواب ورکړ .

ایت ا... خاتمی ټینګار وکړ په ټاکنو کې د خلکو شتون د دښمنانو د سرټیتي او د ایراني اولس د سرلوړی سبب شو .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د لویدیځې اسیا بدلونونو ته  هم په اشارې سره وویل غلیم دا فکر کاوه چی د ډګر جنرال قاسم سلیمانی په ترور سره به د مقاومت جبهه کمزوري شي ، خو په لبنان او عراق کې د امریکا ناکامی ، له حلب د تکفیریانو شاتګ  او له نهو کلونو وروسته په دغه ښار کې د ټرانسپورټی الوتکې کښینستل، په وروستیو څو ورځو کې د مقاومت خوشحالونکي خبرونه دي .

ایت ا... خاتمی همداراز د دې خبرې په کولو سره چی د پیړۍ معامله یوه بشپړه ماته خوړلی طرحه ده وویل امریکا او صیهونیسټ رژیم به په سیمه کی ارامښت ونلري .

 

ټیګونه

کمنټونه