Feb 24, 2020 04:30 Asia/Kabul
  • د ایران خلکو په انتخاباتو کښې پراخ ګډون کړی

زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو په انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون اندازه دوه څلویښت(۴۲) اعشاریه اوه پنځوس(۵۷) فیصده اعلان کړه .

هغه پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې د ایران د اسلامي شورا د  یولسم(۱۱) پړاو په انتخاباتو کښې د څلورویشت (۲۴) میلیونه پینځه لکه دولس زره او د څلور سوه څلورو کسانو د ګډون خبر ورکړ .

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي وویل په دغو کسانو کښې اته څلویښت (۴۸) فیصده میرمنې او دوه پنځوس (۵۲)فیصده هم سړي شامل دي .

 

ټیګونه

کمنټونه