Feb 24, 2020 05:16 Asia/Kabul
  • اروپايي اتحادیه یوازې خبرې کوي او عملي کار نه کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني بیګا په تهران کښې د اسټریا هیواد له خارجه وزیر الکسانډر شالنبرګ (Alexander Schallenberg,) سره په کتنې کښې د اټومي تړون په وړاندې د اروپايي هیوادونو په دریځ نیوکې سره وویل اروپايي اتحادیه یو(۱) کال کیږي چې د اټومي تړون په هکله یوازې خبرې کوي .

علي لاریجاني له ایران سره د ایسټیکس( Instrument in Support of Trade Exchanges) په نوم د اروپايي اتحادیې د تجارت د ځانګړي چینل ناکارندوالي ته په اشارې سره وویل په اټومي تړون کښې د ایران اقتصادي ګټې تراوسه نه دي تامین شوي.

اروپايي اتحادیې په تیره بیا دریو (۳) هیوادونو انګلستان ، فرانسې او جرمني په ۲۰۱۸ میلادي کال کښې له اټومي تړون د امریکا په غیر قانوني ډول له وتلو وروسته ژمنه کړي وه چې د ایران داقتصادي ګټو په تضمینولو سره اټومي تړون وساتي خو دوې تراوسه د دغه تړون د ساتلو لپاره  ورکړل شوي ژمنې نه دي پوره کړي  .

د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني دغه راز په لویدیځې اسیا کښې داعش ترهګرې ډلې ته په ماتي ورکولو کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني مهم رول ته په اشارې سره وویل که چیرې د سلیماني زړورتیاوې نه وائ نن سبا به سیمه د داعش کړکیچ ځپلي وه .

لاریجاني وویل ایران او د مقاومت جبهې له داعش ډلې سره مقابله وکړه خو د امریکا ولسمشر ټرمپ یوازې شعار ورکاوه او زیاته یې کړه ټولو خلکو ته معلومه ده چې داعش ډله کومو هیوادونو رامینځته کړي ده .

 

ټیګونه

کمنټونه