Feb 26, 2020 04:22 Asia/Kabul
  • ټرمپ له داعش څخه د ایران په نفرت اعتراف وکړ

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې د سوریې د تیلو لپاره په دغه هیواد کښې د امریکا د پوځیانو په شتون او له داعش ډلې څخه د ایران په نفرت لرلو باندې د ولسمشر ټرمپ په اعتراف کولو ټینګار وکړ .

هغه وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ په داسې شي اعتراف وکړ چې مونږ ټول ورباندې پوهیدو او د امریکا پوځيان د دې لپاره سوریې ته ورغلي دي چې د دغه هیواد تیل یوسي .

محمد جواد ظریف دغه راز په دې خبرې اعتراف سره چې ایران له داعش ډلې څخه نفرت لري دغه خبره ومنله چې سوریه ، روسیه او ایران له داعش سره مبارزه کولای شي .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل خو امریکا نه یوازې له داعش ډلې سره جنګ ونکړ بلکې په بزدلانه ډول یې د داعش ډلې لومړی لمبر دښمن سردار سلیماني ټرور کړ داسې اقدام چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ ملګرو او داعش یې په هکله جشن جوړ  کړ .

د امریکا ولسمشر ټرمپ پرون د هندوستان له لومړي وزیر ناریندرا مودي سره په کتنې کښې په دې ادعا سره چې واشنګټن القاعده ، داعش او نورو ترهګرو ډلو ته ماتي ورکړي ده وویل ایران  ، روسیه ، عراق او نور هیوادونه هم باید د امریکا په شان   له دغو ډلو سره مبارزه وکړي .

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپله اعتراف کړی وو چې داعش ډله واشنګټن جوړه کړي ده .

 

ټیګونه

کمنټونه