Feb 26, 2020 04:32 Asia/Kabul
  • ایران له کورونا سره د مقابلې لپاره کامل چمتووالی لري

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې ایران له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره بشپړه چمتووالی لري وویل د هیواد ټول روغتونونه سمبال دي او په ایران کښې د کورونا وایروس د مخنیوي او مقابلې لپاره ټول طبي او روغتیایي مواد شته .

هغه پرون په تهران کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې او د مخنیوي د مدیریت د ملي کمیټۍ په غونډې کښې په دې خبرې سره چې د هیواد ټولې ادارې له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره له یوبل سره ملګرتیا کوي وویل ایران د ماسکونو ، دعفوني ضد موادو او د  وینځلو د مایع شیانو په تولیدولو کښې هیڅ مشکل نلري .

د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې د دښمانانو یوه(۱) دسیسه او پلان په ټولنه کښې د ویرې رامینځته کول او د ایران په ټپه درول دي  وویل نن سبا په ځینو دښمن رسنیو کښې داسې خبرونه خپریږي چي هیڅ حقیقت نلري .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې خلک په هوښیارۍ او د روغتیا چارو په رعایتولو سره د دښمانانو دسیسې ناکاموي وویل په راتلونکو دریو(۳) ورځو کښې به ټول شیان عادي حالت ته ورستانه شي او د ضرورت په بڼه کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې او دمخنیوي د مدیریت ملي کمیټۍ د ځانګړیو مرکزونو او یا غونډو  چټي کول اعلانوي .

 

ټیګونه

کمنټونه