Feb 26, 2020 15:39 Asia/Kabul
  • امریکایان دې پخپل هیوادکې د انفلوآنزا د زرګونووژلوپه فکرکې شي

ډاکټر روحاني روښانه کړې امریکایان او د ایران دښمنانو په تیرو دوو کلونو کې ، په خپل بندیزو او پروپيګنډو سره تل غوښتي،په ایران کې ا قتصادي فعالیتونه او تولید ودروي ،خو دولس په هوښیارۍ سره دغه دسیسې شنډې کړائ شوي دي .

 زمونږخبریال  راپور راکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  نن دحکومت د کابینې د غړو  په غونډې کې  دایران په داخلی چارو کې د امریکائي چارواکو د لاسوهونکو څرګندونو په غبرګون کې  وئيلي دي ،امریکایان دې  د  خپلو هغو زرګونو ښاریزو د وژلو په فکر کې شي ، چې د انفلوآنزا له امله  ئې ژوند  له لاسه ورکړی دی .

حسن روحاني په دې خبرې په ټينګار سره چې  کرونا وایروس، په هیواد کې د کار او تولید د چټي کولو لپاره باید د دښمانو په وسلې بدل نشي. زیاته کړې ، احصائې ښئ په وروستیو کلونو کې په تیره بیا په امریکا کې په  آنفلوآنزا دککړتیا په دلیل له  دولس زرو تر یو لک کسانو  خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

ډاکټر روحاني روښانه کړې  امریکایان او د ایران دښمنانو په تیرو دوو کلونو کې ، په  خپل بندیزو او پروپيګنډو سره تل غوښتي،په ایران کې ا قتصادي فعالیتونه او تولید ودروي ،خو  دولس په هوښیارۍ سره دغه دسیسې شنډې کړائ شوي دي .

 د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولوسره چې  ایران له کرونا وایرس سره  دمقابلې لپاره لازم تمهیدات اوتدبیرونه  سنجولي دي،ووئیل،کرونا ویروس به  د ایران د ملت او حکومت  په ملګرتیا او غږملتیا سره  له مینځه لاړ شي .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو  په یولړ بې شرمو څرګندونو کې مدعي شوی ،امریکا په دې اندیښمنه ده چې  ایران ممکنه ده د کرونا ویروس دخوریدا په باب ځیني  خبرې پټې کړي دي .

داپه داسې حال کې دي ، چې نیوزویک خپرونې د کرونا ویروس دخپریدا د مخنیوي لپاره د ایران هڅې ته په اشارې سره منلې ده چې د امریکا بندیزونه  په دغه بهیر کې د خار پار اچولو او ددغو هلو ځلو لپاره خنډ شوي دي .

ټیګونه

کمنټونه