Feb 27, 2020 15:39 Asia/Kabul
  •   په ایران کې په  کرونا ویروس دککړو شمیر ۲۴۵کسانو ته ورسید

د جهانپور په وینا ،په ټول کې په درست ایران کې په کرونا ویروس ککړ دوه سوه پنځه څلویښت کسان او دمړو شمیر هم شپږویشت کسان راپور شوي دي .

زمونږ خبریال راپورراکړ  د ایران د روغتیائي چارو د وزارت  د اطلاع رسونشې  د عمومی ادارې مشر  کیانوش جهانپور  نن خبریالانو ته په ایران کې د کرونا ویروس   د ککړو کسانو  شمیر په باب وئیلي دي ، په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر ۲۴۵کسانو ته او دغه راز ددغې ککړتیا له امله د مړو شمیر هم شپږویشتو تنو ته رسیدلی دی .

 هغه  همداراز وئیلی ، له پرون تر دې دمه د کرونا ویروس دتشخیص  د آزمیښت ځایونو  زیاتولو ته په پام سره نورو  یوسل شپږو کسانوککړتیا ثابته شوې  او په دې مودې کې اوه نور کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . 

 د جهانپور په وینا ،په ټول کې په درست ایران کې په کرونا ویروس ککړ  دوه سوه پنځه څلویښت کسان  او دمړو شمیر  هم شپږویشت کسان راپور شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه