Feb 27, 2020 16:26 Asia/Kabul
  • 	کرونا ، له ایرانه ویرول اولویدیځه اسیا

لویدیځې اسیا د هیوادونو ترمینځ د لومړی ځل لپاره د کرونا د خپریدا ګونګوسې په عربستان کې واوریدل شوې

دکرونا ویروس د لویدیځې اسیا د عربي هیوادونو په شمول د نړۍ په څه د پاسه ۴۰ هیوادونو کې خپور شوې دې خوځینې هیوادونه هڅه کوي له دغه ویروس له ایران سره د سیاسي حساب کتاب لپاره ګټه پورته کړي .

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره په چین کې پیدا او خلک یې ووژل . د دغه ویروس یوه مهمه ځانګړنه د هغه د خپریدا قدرت دې . په بله وینا د کرونا ویروس په چټکتیا سره په ویروس له ککړ سره د ارتباط له لارې منتقلیږي .

له دې امله د کرونا ویروس په چټکتیا سره د ایران په شمول د نړۍ نورو هیوادونو ته منتقل شو . د ایران دښمنان او سیالان د کرونا ویروس ځانګړنې ته له پامه پرته او دا چی د نړۍ څه د پاسه ۴۰ هیوادونه له دغه ویروس سره ښکیل دي ، له دغه ویروس له ایران سره د سیاسی حساب کتاب لپاره ناوړه ګټه پورته کوي . دښمنانو او سیالانو هغه لومړنې تور چی په ایران ولګوه ، د معلوماتو پټول دي . که څه هم د ایران په شمول هر هیواد هڅه کوي په رسندوی مدیریت سره خپلو نفوسو ته د ویرې او اندیښنې د انتقال مخه ونیسي ، خو د ایران پرضد د پټ ساتلو تور په داسې شرایطو کې دې چی د ایران چارواکو حتی د اسلامی شورا د انتخاباتو په شان د مهمې پیښې په درشل کې په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدا خبر ورکړ .

په حقیقت کې  حتی د اسلامی شورا دانتخاباتو ترسره کیدا هم سبب نشوه چی ایرانی چارواکی د کرونا ناروغۍ پټه کړي او حتی له ټاکنو وړاندې یې خلکو ته معلومات ورکړل . په داسې حال کی چی ایران له پارلیمانی انتخاباتو مخکې د دغې ناروغۍ په اړه معلومات ورکړل ، ال سعودو رژیم چی له ایرانه د ویرولو له لارې دغه هیواد پرضد پراخ تبلیغات کوي ، په دې دلیل چی د شل ډلې د مرکزی بانک او مالیې وزیرانو کوربه وو ، په عربستان کې د دغې ناروغۍد خپریدا په هکله له اطلاع رسونې ډډه وکړه .

دا په داسې حال کی ده چی د لویدیځې اسیا د هیوادونو ترمینځ د لومړی ځل لپاره د کرونا د خپریدا ګونګوسې په عربستان کې واوریدل شوې  . د عربستان روغتیا وزارت یوازې له دې وروسته چی په سلګونو کسان په دغې ناروغۍ اخته شول ، مجبوره شو په دغې ناروغۍ د اخته کسانو او همدارازکسانو شمیر اعلان کړي چی د کرونا له امله وژل شوي دي .

هغه بل تور چی د ایران دښمنان یې د ایران پرضدمطرحوي  د هغو کسانود ناسم شمیر وړاندی کول دي چی په کرونا ویروس اخته شوي دي . دا تور په داسې حال کی دې چی د ایران روغتیا وزارت د هغو کسانو شمیر چی په لاس کې لري اعلانوي او البته د دغې ناروغۍ یوه ځانګړنه دا ده چی پرې اخته ډیر کسان معلومات نلري  او حتی درملیزو مرکزونو ته مارجعه نه کوي تر څو جسمانی وضعیت یې ډیر خراب شوې نه وي . په عین حال کی د ایران پرضد دا تور په داسې شرایطو کې دې چی د امریکا ولسمشر ټرمپ په امریکا کی په کرونا د اخته کسانو له حقیقي شمیر وړاندی کولو ‌ډډه کوي او ډیر لږ شمیر وړاندې کوي .

داسې ښکاری د ایران دښمنان او سیالان  هڅه کوي له کرونا د ایران ضد زیات نه زیات دباو د سټراټیجۍ په لړ کې ناوړه ګټه پورته کړي . دغه هیوادونه هڅه کوي د کرونا ناروغۍ په غټولو سره د ایران اقتصاد ته تاوان  ورسوي او ایران پرضد سیاسی فشارونه هم زیات کړي .

مهم ټکې دا دې چی د عربستان ، اماراتو او بحرین په شان عربی هیوادونه په داسې شرایطو کې  ایران د سیمې هیوادونو ته د کرونا ناروغۍ د انتقال عامل معرفي کوي  چی د دغو هیوادونو د نفوسو اصلی برخه بهرنی ښاریز په تیره بیا د اسیا د ختیځو هیوادونو ښاریز جوړوي .

بل د پام ټکې  دا دې چی د سیمې د زیاتره هیوادونو په اپوټه چی طبی وړتیاوې یې هم وارداتی دي ، ایران په سیمه او حتی د نړۍ په سویه یو طبی قطب دې . په همدې لړ کې د روغتیا د نړیوالې ادارې استازی په هغه غونډه کې چی پرون په تهران کې ترسره شوه ، په روغتیایی او طبی حوزه کې د ایران کړچار او وس په سیمه او نړۍ کې یوه بیلګه او بریالي نمونه یاده کړه .

 

 

ټیګونه

کمنټونه