Feb 27, 2020 16:18 Asia/Kabul
  • د برجام په ساتنې او د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د بنديزونو له ستنولو سره په مخالفت د روسيې تاکيد

روسيې د څلور جمع يو ډلې د يو غړي په توګه تل د برجام د ساتنې په ضرورت تاکيد کړے او دغه موافقه يې د سيمه ايز او نړيوال امنيت او صلحې د ساتنې په زمينه کښې يو مهم رول لوبونکې بللې ده.

ماسکو همدارنګ د برجام ايټمي موافقې د دړې وړې کولو په اړه د امريکې په پالېسۍ سخته نيوکه کړې ده.

په دې لړ کښې په ملګرو ملتو کښې د روسيې دائمي استازي واسيلي نبنزيا د فرورۍ په شپږويشتمه نېټه د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په غونډه کښې چې د ايټمي وسلو د پراختيا د منعې په موضوع سره اوشوه يو ځل بيا له برجام ايټمي موافقې څخه ملاتړ اعلان کړ. نبنزيا برجام د څو اړخيزې ډېپلومېسۍ يوه ځانګړې لاسته راوړنه وبلله او وې ويل: دغه نړيواله موافقه په  خپلو نړيوالو ژمنو د امريکې د سترګو پټولو په وجه له خطر سره مخامخ شوې ده.

د روسيې لخوا په يوه بله دريخ نيونه کښې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو مرستيال وزير ميخائل بوګدانوف له ايران سره د ملګرتيا په وجه د ځينو هېوادونو په خلاف د امريکې بنديزونه وغندل او هغه يې غېرقانوني وبلل. بوګدانوف زياته کړه، «روسيه به د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د بنديزونو له راستنولو سره مخالفت وکړي او دغه اداره پکار نه دي د ځينو هېوادونو د لاس آله وګرځي.»

د امريکې جنجالي ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په ځلونو يې په برجام باندې په سختې نيوکې سره هغه د امريکې لپاره ترټولو بده موافقه نومولې وه او د ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نېټه په يو اړخيزه توګه د واشنګټن د برجامي ژمنو په خلاف ورزۍ سره يې خپل هېواد له دغې نړيوالې موافقې ووېستۀ او ايټمي بنديزنو د ستنولو اعلان يې وکړ. د ټرمپ دغه اقدام له پراخه کورنۍ او نړيوالې غندنې سره مخامخ شو. همدارنګ د ټرمپ حکومت په دې حد بسنه ونه کړه او اوس د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د هغو ايټمي بنديزونوچې برجام موافقې او د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک ته په پام سره اودرېدلي دي د بيا لګولو لپاره د لارې موندلو په لټه کښې دے. امريکائي چارواکي په دې زمينه کښې د زوړند حالت د لارې چارې د اجرا غوښتونکي دي چې په آټومېټکه توګه د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د بنديزونو د بيا لګولوسبب شي.

خو روسيه د امريکې د يو نړيوال سيال په توګه چې په ځلونو يې د ټرمپ د حکومت په يوې اړخيزې او زورو ويونکې پالېسۍ نيوکه کړې ده د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د بنديزونو له بيا لګولو سره سخته مخالفه ده او په عين حال کښې د برجام اهميت ته په پام سره د هغه د ساتنې غوښتونکې ده. د برجام په اړه د ماسکو نظرونه تر ډېره حده ايران ته نزدې دي. روسيې په ځلونو د برجام د ساتنې په ضرورت او د سيمه ايزې او نړيوالې صلحې لپاره د هغه په اهميت او د برجام په اړه د حق او ذمه وارۍ د نړيوال توازن د رامنځته کولو په ضرورت تاکيد کړے دے. د روسيې د ولسمشر ولاديمير پيوټن د وېنا له مخې «پکار دے له ايران سره ايټمي موافقه وساتل شي ، روسيه د برجام د باقي پاتې کېدو غوښتونکې ده  او اروپائي هېوادونه پکار دي له ايران څخه ملاتړ وکړي.»

پيوټن همدارنګ له ايران سره د اينېسټکس نومې اروپا مالي لارې چارې د فعاليت د شروع کولو غوښتونکے شوے دے.

د روسيې د خارجه وزارت د اعلان له مخې برجام موافقه په ډېره  ښه توګه برابر کړې شوې او اتفاق پرې شوے دے او پکار دي اجرا شي. روسيه همدرنګ د برجام په اړه د حق او ذمه وارۍ ترمېنځ د توازن راوستلو په ضرورت باوري ده. په داسې حال کښې چې د اروپايانو او حتی امريکې په شمول چې له دغې موافقې وتلې ده لويديځوال تل د برجام په چوکاټ کښې د ايران د ژمنو د پوره کولود دوام په ضرورت تاکيد کوي، خو نه غواړی يا نه شي کولې هغه ژمنې چې خپله د برجام ايټمي موافقې مطابق په غاړه لري عملي کړي.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

ټیګونه

کمنټونه