Feb 27, 2020 16:33 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د اتمې نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی ویلی دي کرونا باید د کار او تولید د چټی کولو لپاره د دښمنانو په وسلې بدله نشي .

 

کیهان

نوموړی ورځپاڼۍ د نورو مطلبونو تر څنګ په خپل لومړی مخ د حضرت امام علی النقی علیه سلام د شهادت په مناسبت تسلیت ویلې دې او لیکلی یې دی چی امام علي نقي علیه السلام په ۲۱۲ هجري قمري کال کښې مدینې ښار ته نږدې وزیږید او د خپل ګران پلار حضرت امام جواد علیه السلام تر لارښوونو لاندې ورغی . امام نقي علیه السلام د خپل ګران پلار له شهادت وروسته د اسلامي ټولنې مشرۍ او امامت پرغاړه واخیست . د حضرت امام علي نقي علیه السلام مشهور لقب هادي دی چې معنا یې هدایت کونکی دی .

امام هادي علیه السلام د رښتیوني اسلام د ځلانده څیرې په معرفي کولو کښې ډیره هڅه وکړه . د علم او د ادب ګڼ شمیر لویان حضرت امام علي النقي علیه السلام ته ورتلل او دهغه حضرت له ډیر علم څخه یې ګټه پورته کوله . د حضرت امام هادي علیه السلام علم او پوهه له یوې خوا او په خلکو کښې د هغه محبوبیت او مینه له بلې خوا د عباسي واکمنانو کینه او حسادت راپاروه او بالاخره یې هغه حضرت په یوې دسیسې کښې شهید کړ .مونږه هم په خپل وار  د امام هادی علیه سلام د شهادت په مناسبت تاسو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوو .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی ویلی دي کرونا باید د کار او تولید د چټی کولو لپاره د دښمنانو په وسلې بدله نشي .

د هندوستان احمد اباد ته د ټرمپ له سفره وروسته په هندوستان کې مسلمان وژنه وشوه .

په تهران کی د فلسطین سفر وایی د پیړۍ معاملې د اسلو په شمول درست تړونونه باطل کړل .

که کرونا ویروس کنټرول نشی د ټوکیو د اولمپیک د لغوه کیدا احتمال موجود دې .

 

 مردم سالاری

 

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی ویلی دی ایران له کورونا سره د مقابلې لپاره کامل چمتووالی لري .ورځپاڼه په دې هکله په یوه مطلب کی لیکی چی ایران د ماسکونو ، دعفوني ضد موادو او د  وینځلو د مایع شیانو په تولیدولو کښې هیڅ مشکل نلري .

د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې د دښمانانو یوه دسیسه او پلان په ټولنه کښې د ویرې رامینځته کول او د ایران په ټپه درول دي  وویل نن سبا په ځینو دښمن رسنیو کښې داسې خبرونه خپریږي چي هیڅ حقیقت نلري . هغه په دې خبرې ټینګار سره چې خلک په هوښیارۍ او د روغتیا چارو په رعایتولو سره د دښمانانو دسیسې ناکاموي وویل په راتلونکو دریوورځو کښې به ټول شیان عادي حالت ته ورستانه شي او د ضرورت په بڼه کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې او دمخنیوي د مدیریت ملي کمیټۍ د ځانګړیو مرکزونو او یا غونډو  چټي کول اعلانوي .

افراطی هندوانو د هند په مسلمانانو حمله وکړه . د هندپه پلازمینې نوی ډیلی کې غیرمسلمانوکسانو ته د هندی تابعیت د ورکولو د جنجالی قانون د مخالفانو او موافقانو ترمینځ د نښتو د قربانیانو شمیر۳۴ وژل شویو او کابو دوه سوه   پنځوس ژوبلو ته رسیدلې دې .

په کابل کې د حکومت د جوړولو لپاره هڅه کیږی .

په امنیت شورا کی د یمن تسلیحاتی بایکاټونه تمدید شول .

د امریکا د خزانې وزارت بیګا په یوې خبرپاڼه کښې د عراق د حزب ا... د مشر پرضد د بایکاټ د لګولو خبر ورکړ .

 

جوان

 

دایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال ښاغلی عارقچی ویلی دی په ایران کی د کرونا له خپریدا خوشحالی شرمونکی او غیر انسانی ده  . عباس عراقچي په ایران کې د کرونا ویروس په خپریدا ،له ډيموکراسۍ ددفاع د فاؤنډیشن د امریکائي تینک ټینک د مدیرد خوشالۍپه غبرګون کې وئيلي دي ، د کرونا ویروس په خپریدا خوشالي او د خلکو په کړاؤ او مشکلاتو خوشالي واقعا یوه غیر انساني ا و د شرم وړ خبره ده .

په تهران او قم کی په لسګونو کسان چی په کرونا اخته شوی وو ، په بشپړه توګه ښه شوي دي او له روغتون خپلو کورونو ته لاړ دي .

اسلامی ایران د کرونا د تشخیص کیټ جوړ کړ .

په امریکا کښې نور اوه کسان د ډزو قرباني شول . د امریکا د ویسکانسین ایالت په میلواکي ښار کښې د یوه شرکت د پخواني کارکونکي په ډزو کښې اوه  کسان وژل شوي دي .

د ادلب او حلب او الحسکه ولایتونو پر ځينو سیمو د سورئې دپوځ په مسلط کیدا سره  د ترکیې پوځ له ترهه ګرو دملاتړ په دوام کې په همداوروستیو شپو ورځو کې په کرتو د سورئې دپوځ مرکزونه او مورچې په نښه کړي دي او د سورئې له پوځ سره ښکیل شوي دي .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه