Mar 02, 2020 05:27 Asia/Kabul
  • د نړۍ تر ټولوپیاوړی پرکوَټ پهلوان له نړۍسترګې پټې کړې

د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د پرکوَټوسپورټي کورنۍ او د خداي بخښلي کورنۍ ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .

زمونږخبریال راپور راکړ د  ایران د شمال لویدیځ  آذربایجان غربی ولایت د سپورټي ادارې مشر  رحیم تیموري  بیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي ، د نړۍ تر ټولو قدرتمند پرکوَټ پهلوان  او ویټ لیفټر  سیامند رحمنا  پرون ناوخته پخپل کور کې د زړه د اټیک له امله سا ورکړې .

خدای بخښلی سیامند رحمان  د ریو په ۲۰۱۶ پارا المپیک لوبو کې د درې سوه لس کلوګرام  وزن په  اوچتولو سره  تاریخ جوړونکی شوی او  خپله نامه ئې د تل لپاره  په نړۍ کې ثبت کړې وه . 

سیامند رحمنا  همداراز له دې مخکې دلندن په ۲۰۱۲ کال پارا المپیک لوبو کې  هم د سرو زرو دوه میډالونه ګټلي  وو ، او دغه راز ئې په تیرو لسو کلونو کې ئې د سروزرو په لسګونو نړیوال  میډالونه د ایران ملت ته ډ الۍ کړي  دي .

 د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د  پرکوَټوسپورټي کورنۍ  او د خداي بخښلي کورنۍ ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .

 

ټیګونه

کمنټونه