Mar 04, 2020 15:05 Asia/Kabul
  • د کورونا وائرسو په مقابل کښې د ځان او نورو د سلامتيا په وړاندې د د ډله ايزې ذمه وارۍ د احساس په ضرورت د معظم رهبر تاکيد

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه اي پرون په ايران کښې د اونو د کرلو د ورځې او د طبيعي سرچينو د هفتې په مناسبت د ميوو د دوو نيالګيو د نالولو ترڅنګه په ايران کښې د خپرېدونکې بيمارۍ په اړه يو ځل بيا د زړۀ تله د ډاکټرانو، نرسانو او ورغتيائي ټولګو د جهادي کوششونو مننه وکړه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د بيماريانو د شفاء، له دغې بيمارۍ څخه د وفات شويو کسانو لپاره د الهي رحمت او مغفرت او د هغوي د کورنيو لپاره د صبر او آرامښت د دعا په کولو سره وفرمايل: له ککړتيا څخه د مخنيوي په لړ  کښې د چارواکو له سپارښتنو او دستورالعملونو څخه پکار دے ډډه ونه شي، ځکه چې خداے پاک مونږ موظف کړي يوو چې د خپل ځان او نورو د سلامتيا په وړاندې ذمه وارۍ پوره کړوو.

د کورونا وائرس د 2019 کال له دسمبر څخه د چين له ووهان ښار څخه خپرېدل شروع شول. دغو وائرسو اوس د چين له دېرشو صوبو نه علاوه په نورو اويا هېوادونو کښې سرايت کړے دے.

تر اوسه په ټوله دنيا کښې له دوه نوي زرو نه زيات کسان په دغو وائرسو اخته شوي دي چې له اتو څلوېښتو زرو نه زيات کسانو هم شفاء موندلې او له دريو زرو نه زيات هم مړۀ شوي دي.

که څه ځينې نور هېوادونه چې دغه بيماري پکښې زياته او همه ګير شوې ده په کورونا باندې د اخته کسانو اعلانول پټوي، خو حقائق ښودنه کوي چې له کورونا سره جنګ نن په يو نړيوال جنګ بدل شوے دے.

له تقريباً دوه هفتو مخکښې راهسې چې په ايران کښې په کورونا وائرسو د اخته کېدو څو موارد تائيد شول، نو خلقو ته معلومه شوه او بې له څه ځنډه د دغو وائرسو د کنټرولو لپاره د چارواکو لخوا پراخه کوششونه، اقدامات او پلانونه شروع شول.

د ايران د روغتيا د وزارت مرستيال عليرضا رئيسي پرون د خبريالانو په ټول کښې په ايران کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو ټول شمېر ۲۳۳۶ تنه او د وفات شويو کسانو ټولو شمېر ۷۷ تنه اعلان کړ.

رئيسي همدارنګ وويل، په کورونا وائرسو له اخته کسانو څخه ۴۳۵ تنو شفاء بياموندلې ده.

دې ته په پام سره چې کورونا نومې نوي وائرس او چلند يې ناپېژندلې  چاره ده ضرورت د دې خبرې دے چې هېوادونه دې خپلې تجربې د يو بل په اختيار کښې ورکړي چې په دغو وائرسوغلبه پېدا کړې شي.

په همدې لړ کښې د روغتيا د نړيوالې ادارې د چين د کارپېژاندو پلاو پرون په تهران کښې د ايران د ورغتيا د وزارت  له چارواکو سره په ګډه غونډه کښې  د دغې بيمارۍ د خپرېدو چلند وڅېړۀ.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف په خپل يو ټوئيټ کښې د روغتيا له نړيوالې ادارې او د هغو هېوادونو چې د امريکې د اقتصادي ترهه ګرۍ باوجود يې له ايران سره مرستې وکړې قدرونه وکړه.

د ايران ملت په تېرو څلوېښتو کلونو کښې د طبيعي، اقتصادي دباونو او تپل شوي جنګ په شمول له يو لړ بحرانونو سره مخامخ شوے دے خو له ټولو سختيو او بحرانونو څخه په کاميابۍ سره تېر شوے دے. هم هغه ډول چې معظم رهبر وفرمايل چې البته د کورونا وائرسو مصيبت دومره ستر نه دے له دې نه سترو مصيبتونو هم شتون لرلے دے.

همدا اوس په لوړه سطح په تېره بيا د علاج معالجې او مخنيوي د فعاليتونو په برخه کښې پې مخينې هلې ځلې روانې دي چې کولې شي د ايران او سيمې د سلامتيا په ارتقاء باندې پائېداره تاثير ولري. سرکاري رپوټونه ښودنه کوي چې په ايران کښې په وائرسو له قطعي اخته شويو کسانو څخه شل فيصده کسان د شفاء او سلامتيا بيا موندلو په لور روان دي.د روغتيا د وزير سعيد نمکي په قول ايران په کورونا وائرسو د اخته کسانو په ښه کېدو کښې په نړۍ کښې دويم مقام لري.

په دې کښې شک نشته چې دا بحران به هم د نورو ټولو بحرانونو په شان په هېواد کښې نوي پوټنشلونه رامنځته کړي. ايرانيان په خپلو توانمنيو باندې په تکيې او په عين حال کښې په خپلو اعتقاداتو باندې په پابندۍ سره تل نااميدۍ تېر شوي دي او له ګواښونو څخه يې ارزښتناک فرصتونه جوړ کړي دي او له بحرانونو سره په مقابل کښې په ملي ارادې او يووالي باندې په تکيې سره په سختيو او مشکلاتو مسلط شوي دي.

-------

 

ټیګونه

کمنټونه