Mar 18, 2020 11:56 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد درملیز بندیزونه او د امریکا دجنایتکاراقدام مصداق

اروپایان باید د امریکاغیرقانوني بندیزونه په رسمیّت ونه پيژني،یادونه کړې،اوس هغه وخت دی چې اروپائي هیوادونه باید د امریکا په تیره بیا د درملنو په حوزې کې د یواړخیزو بندیزونو په لغوه کولو سره خپله خپلواکي او د انساني حقوقو په ملاتړ کې دې خپلې ادعاګانې اثبات کړي .

د درملو په ضد دبندیزونو په څير د واشنګټن  ظالمانه او یو اړخیزبندیزونه،د امریکا په مشرۍد نړیوال استکبار  دجنایتکار اقدام یو روښانه مصداق دی .

د ایران دقضایه قوې  ویندوي غلام حسین اسماعيلي  پرون  په هغه خبری کنفرانس کې چې په ویډیو ئي بڼه ترسره شوی ،  د ایران په ضد دامریکا ظالمانه بندیزونو ته په اشارې سره   په دې موضوع په ټینګار سره وئيلي دي، د امریکا په مشرۍ دنړیوال استکبار او د سلطې نظام نه یوازې د اسلامی جمهوري نظام او حاکمیّت سره، بلکې  له ایراني ولس سره هم دښمني لري .

 اسماعیلی په دې په ټينګار سره چې اروپایان باید د امریکاغیرقانوني بندیزونه  په رسمیّت ونه پيژني،یادونه کړې،اوس هغه وخت دی چې اروپائي هیوادونه باید د امریکا په تیره بیا د درملنو په حوزې کې د یواړخیزو بندیزونو په لغوه کولو سره  خپله خپلواکي او د انساني حقوقو په ملاتړ کې  دې خپلې ادعاګانې اثبات کړي .

د ایران د قضایه قوې دبشري حقوقو د کمیشن دنړیوالو چارو مرستیال سید مجید تفرشي هم  په جینوا کې د بشري  حقوقو د شورا په درې څلویښتمې غونډې کې چې  دفرورۍ په څلورویشتمه نیټه د سویس په جینوا کې کې پيل شوی  او د مارچ تر شلمې پورې  به دوام ولري،په دغې  موضوع ټينګار کړی  او د ملتونو په ضد د بشري حقوقو  له پریکړه لیکونو څخه په آوزاري ناوړه استفادې سره  ئې د مقابلې غوښتنه کړې ده .  دایران په ضد د امریکا یو اړخیز بندیزونه  په  داسې وضعیّت کې چې  نړۍ  په پراخه سویه  له کویډ -۱۹ ناروغۍ  سره  مخامخ شوې ،  عملا له دغې خوریدونکي ناروغۍ سره د مبارزې د لارې په صر یو خند او دنړیوالو حقوقو ښکاره خلاف ورزي ده .

 کرونا ویروس  اوس  په یوې نړیوالې  خوریدونکي وبا بدل شوی دی  څه دپاسه  یوسل پنځه شپیته هیوادونه ئې راګیر کړي  دي . په  دغه شان شرائطو کې  له دغو بندیزونو څخه  دهیوادونو پیروي کول ، د هغو ډيرو ظلمونو لامل کیږي ، چې  د نړۍ د درستو هیوادونوو په تاوان دي . که څه هم  امریکائي چارواکي ادعا کوي  چې   د دوي موخه د ایران حکومت دی ، خو دغه یوه دوکه ده . د امریکا سیاست  د ایران پر ولس د  دباؤ زیاتول دي  او هدفمنه  هڅه کوي د کرونا ویروس په وړاندې د ایران د درملیزو ظرفیَتونو د زیاتیدا خنډ شي .

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون  مازدیګر پخپل  یوه ټولنیز پیغام کې  د امریکا  له بندیزونو پیروي کونکو هیوادونو او دنړیوالې ټولنې  نورو هیوادونو ته په خطاب کې  یادونه کړې ده ، د امریکایانو د کرغیړنو اقداماتو نندارچي جوړیدا غیر اخلاقي چاره ده او  ددغه شان کار ترسره کول  هیڅکله هم   څوک  په راتلونکي کې د دوي له کرکې او غضبه نشي ساتلی .

 جواد ظریف  له دې مخکې  هم د انګلستان ،  اوکرویشیا له خارجه وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې  چې  هیواد ئې د اروپائی اتحادئې پړاویزه مشري په غاړه لري ، داروپائي اتحادئې په وسیله ئې د امریکا  دغیر قانوني اویو اړخیزو بندیزونو د په رسمیّت نه پيژندل  ، نه یوازې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د یوه لوري د دندې په توګه ، بلګې د بې ګناه انسانانو د مړینو د مخینوي لپاره د یوې انساني دندې په توګه  ټينګار کړی دی .

 اسلامی ایران ، په د غه شان سختو شرائطو کې د اقتصادي اړتیاؤ  او د درملیزو خدماتو د وړاندې کولو او د   هغو کارکسبونو دملاتړ  لپاره  چې له دغې ناروغۍ تاواني شوي دي ، خپلې ټولې هلې ځلې کارولي دي .

 د درملنې په برخې کې  هم که څه هم د ایران  طبي ظرفیَتونه  د روغتیا نړیوالې ادارې د تائيد او ستاینې وړ ګرځيدلي دي ، او ایران د ماشومانو د ګوځڼ او  آنفولانزا په څير د ناروغیو  په کنټرولولو کې  خپلې توانمنۍ نندارې ته وړاندې کړي دي ، خو دا  د امریکاپه ظالمانه اقداماتو د  سترګو د پټولو په معنا  نه دي .

له نړیوالې ټولنې په تیره بیا  له هغو اروپائي هیوادونو  د ایران تمه ،  چې  پخپله هم  دکویډ -۱۹دککړیدا له زیاتیدونکي بهیر سره لاس او ګریوان دي ،  د امریکا له دغه جنایت سره  په ملګرتیا کې  مخالفت دی . دا یو نړیوال مسئولیّت دی ، لکه څنګه چې  چین، روسیې او نورو ډيرو هیوادونو  دایران په ضد دامریکا دبندیزونو دلغوه کولو  او ځنډولو  غوښتنه کړې ده .

 

ټیګونه

کمنټونه