Mar 23, 2020 13:34 Asia/Kabul

د اسلامی ایران ولسمشر همداراز په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکایان په ایران او لویدیځي آسیا سیمې کې د ترهه ګرو جنایتونو ترټولو ستر مسئول دي ، وئيلی دي ، په دغو شرائطو کې د امریکایانو افکار او د دوي د غلط او ترهه ګر تفکر بیخ بینائۍ او بنیاد، د نړۍ لپاره لازیات روښانه شوی دی

زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  نن د حکومتي کابینې په غونډې کې له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره له ایران سره دمرستې په باب دامریکائي چارواکو  ادعا ته په اشارې سره  وئیلي دي ،هغه غیر قانوني ،ترهه  ګر او ظالمانه بندیزونه چې  دامریکا  له خوا د ایران پر ولس تپل شوي ، د ایرانیانو لپاره ئې ډير مشکلات رامینځةکړي دي .

  ډاکټر روحاني ټينګار کړی ،امریکایان که غواړي ،له ایران سره مرسته وکړي ،نو د تیلو د خرڅلاؤ ،دبانکي مبادلاتو،د درملو او خوراکي موادو او حتی د لومړنیو موادو د مبادلو پشمول دې په بیلابیلو زمینو کې دایرانیانو د فعالیتونو له لارې وغړیږي او خنډونه دې نه  جوړوي .

 د اسلامی ایران ولسمشر همداراز په دې خبرې په ټینګار سره چې  امریکایان په ایران او لویدیځي آسیا سیمې کې د ترهه ګرو جنایتونو ترټولو ستره مسئوله ده،وئيلی دي،په دغو شرائطو کې د امریکایانو افکار او د دوي د غلط او ترهه ګر تفکر بیخ بینائۍ او بنیاد، د نړۍ لپاره لازیات روښانه شوی دی .

هغه ددې خبرې په کولو سره چې  ایراني چارواکي او خلک به په غږملتیا، یوموټيتوب  او ملګرتیا سره ،  له اوسنیو سختو شپو ورځو هم  سرلوړي تیر شي روښانه کړې ده ،  نړۍ په ډيرو علمي اوروغتیائي  زمینو کې د  اسلام  او ایران د فرهنګ پامته داره ده .

  دا سلامی ایران ولسمشر همداراز د تولید دغورځنګ او حرکت په نامې سره د نوي۱۳۹۹ لمریز کال نومولو ته په اشارې سرههم ووئيل ،د تولید د حرکت چټکټیا او زیاتولو ته د درسیدو لپاره  د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو په تیره بیا له ګاونډیو هیوادونو سره  دښو اړیکو درلودل ضروري دي .

 

ټیګونه

کمنټونه