Mar 24, 2020 14:58 Asia/Kabul
  • د کرونا بحران او ایران ،امریکا له کوویډ-۱۹ناروغۍسره دمبارزې په وړاندې خنډ

د ایران اسلامی جمهوریت له کرونا ویروس سره د مبارزې په اوج کې ، د چین په څير له دوستو هیوادونو څخه د طبي مرستو پر ترلاسه کولو سربیره، له خپلو درستو طبي ظرفیّتونوڅخه په استفادې او د روغتیا د پروټوکولونو په دقیقې اجرا سره توانیدلی دی ، د کرونا ناروغۍ مدیرّیت وکړي .

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د ایران په ضد د امریکا دغیر قانوني او یواړخیزو بندیزونو دلغوه کولو لپاره د نړیوالو هلوځلو  په قدرونې سره وئيلی دي،امریکاله کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍسره د نړیوالې مبارزې خنډ ده.

            محمد جواد ظریف په دوشنبې مازدیګر پخپل یوه ټولنیز پيغام کې ددې خبرې په کولوسره چې امریکاله کرونا ویروس سره دنړیوالې مقابلې په وړاندې خنډونه جوړوي ، لیکلی دي ،یوازینۍ حللاره،د امریکا ډله  ایز رټل او دهغو په وړاندې کلکه دریدا ده .

 کرونا ویروس،بې پولې او نړیوال ویروس دی او له دغه خوریدونکي ویروس سره په مبارزې کې د هرهیواد هرډول اقدام نړیوالې نتیجې لري .ایران،د امریکا د ظالمانه بندیزونو په سبب،له کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس سره دمبارزې لپاره له ډيرو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دیاو په نتیجې کې،له دغه خوریدونکي ویروس سره دنړیوالې مبارزې پر کیفیّت اغیزې شیندي .

Image Caption

 

امریکا په یواړخیزو اقداماتو او په درملو او طبي تجهیزاتو باندې په بندیز سره عملاپه ایران کې له کرونا ویروس سره دمبارزې په بهیر کې خنډونه جوړوي،چې د امریکا دغه اقدام هم د ایران د ډ يروعاموخلکو د قرباني کیدا لامل شوی او هم  له کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍسره دنړیوالې مبارزې په بهیر کې  خار پار اچوي .

د نړۍ په کابو یو سل پنځه نوي هیوادونو کې د کوویډ-۱۹ ډوله ویروس  په خپریدا پسې ددغه ویروس بې مخینې چټکه خپریدا،له دغه وژونکي ویروس سره دمبارزې لپاره د نړیوال پیوستون د اهمیّت او توجه اصل،د ټولو  غوږونو ته رسوي . په دغه شان شرائطو کې  په نړۍ کې  دعملی او اخلاقي  اقداماتو ترسره کیدا،ضروري دي،خو اوس د ایران،چین،روسیې پشمول د څو هیوادونو ملګرتیا، ښئ چې ځيني هیوادونه په عمل کې  له کرونا ویروس سره    د نړیوالې  مبارزې  بهیر ته وارد شوي نه دي . 

 په همدې زمینې کې،د سویس په پلازمینې په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو او موسیسو کې کې د ایران استازي  میخائيل اولیانوف په خپل ټولنیز پیغام کې  د ایران په ضد دامریکا د بندیزونو  په دوام په سختونیوکو سره لیکلي دي،د کوویډ-۱۹ډوله ویروس چټکې خپریدا ته په پام سره،ولې یوازې روسیه او چین په دغو سختو شرائطو کې له ایټالیا سره مرسته کوي؟ امریکا او اروپائي اتحادیه چرته دي؟په اوسنۍنړۍکې ډیر زیات شکونه  موجود دي.

               د ایران په وړاندې دځینو اروپائي هیوادونوچلند،چېنن سبا د کرونا له نړیوال ویروس سره دمبارزې  په لومړنۍ کرښې کې دی،د امریکا ایراني ضد اقداماتو د تائيد داسې یوه نښه ده چېعملا دغه چلندونه، له کرونا ویروس سره  د مبارزې په وړاندې  یو لړ خنډونه دي .

د ایران  اسلامی جمهوریت  له کرونا  ویروس سره د مبارزې په اوج کې،د چین په څيرله دوستو هیوادونو څخه  د طبي مرستو پر ترلاسه کولو سربیره،له خپلو درستو طبي ظرفیّتونوڅخه په استفادې او د روغتیا د پروټوکولونو په دقیقې اجرا سره  توانیدلی دی،د کرونا ناروغۍ مدیرّیت وکړي .

 په ایران کې له کرونا سره د مبارزې د ملی کمیټې مسئولانو له خوا دهرې ورځې اعلان شوي شمیرنې ښئ،د ملی پروګرامونو په دقیقې اجرا،په حکومتي او پوځي برخو کې د درستو امکانانو په کارولو او له هر څه لازیاته مهمه،د خلکو په ملګرتیا سره،په ایران کې له کرونا ویروس سره  دمبارزې لرلید ډير روښانه دی .

 له ایران سره د صدام بعثي رژيم د اته کلن تپلي جنګ تاریخي تجروبه،د ایرانیانو د اوسنیو شپو ورځو په وړاندې ده او  د سلامتیا د مدافعو ډاکټرانو او نرسانو په مجاهدت اوسرښیندنې سره،د کرونا وژونکي ویروس په وړاندې د ایران بریالیتوب ترلاسه کیدونکی دی .

 هماغه ډول چې د ایران دملی امنیت د لوړې شورا منشيعلی شمخاني ټينګارکړی دی.تاریخ تکرار شوی دی او دې ځل،د ایران د سلامتیا مدافعانو،د امریکا له بې مخینې بندیزونو سره سره ئې ، سر په تلي کې کیښودلی  او  نړۍ ئې یو ځل  بیا حکه بکه پاتې کړې د ه .

 

ټیګونه

کمنټونه