Mar 25, 2020 15:23 Asia/Kabul
  • په ایران کې د کرونا د ناکامولو لپاره داخلی توان او ډاډمن ظرفیَتونه

په درست ایران کې د جهاد فی سبیل ا... ترڅنګ د سلامتیا دفاع کونکوپه وسیله ، له کووید-۱۹ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو او د وسلوا ل پوځ درست طبي او درملیز ظرفیّتونه دکرونا ویروس دبلا د له مینځه وړلو لپاره کارول شوي دي.

له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره  د ایران  د اسلامی جمهوریت د ورغتیائي چارو وزارت له هلوځلو سره  په یووخت ، په پوځي برخې کې  هم نور طبي ظرفیّتونه  کارول شوي دي ،څو زرتر زره  دغه وژونکي ویروس کنټرول او په  نهایت کې  له مینځه یوسي .

  له دې وروسته چې   کرونا ویروس په ایران کې خور شو ، له کرونا ویروس د مبارزې د  ملی کمیټې په چورلیتوب سره  د ایران د روغتیائي چارو ،درملنې ، صنعتي ، دانش  بنیان او ولسی او جهادي بسیجي ځواک  او مدني ټولنو درستې برخې  له کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ سره د مبارزې ډګر ته واردې  شوېئ څو  ددغه وژونکي ویروس په وړانډې د  ولس د ژوند  دفاع وکړي .

د کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ  په درملنې کې د درملو او واکسنو د پيژندنې  او ددغې ناروغۍ د پيژندونکو مخصوصو آلو یا کیټس د جوړولو پشمول  د څيړنو او درملنې په دوو برخو کې  د ایران د درستو طبي  ظرفیّتونو  کارول  د ایرانیانو د ملی هوډ نښه ده څو د امریکاد ظالمانه بندیزونو  په اوج کې  له کرونا چیلنج څخه په  بریالیتوب سره تیر شي .

په همدې چوکاټ کې ، داسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  دتیرې یکشنبې په ورځې  له درستو مشکلاتو او ستونزو سره  دمقابلې لپاره د ایران د تیرو څلویښتو کلونو تجروبې او زیاتو ظرفیّتونو ته په اشارې سره  ټينګار کړی ،  د هیواد ظرفیّتونه ډیر زیات دي  او مسئولان دې دغه ظرفیَتونه او وړتیا وې وپيژني  او په درستو برخو کې دې  مومن ، ځوان  ، انګیزه لرونکي  او هوډمن کسانوکارول شي .

په درست ایران کې د جهاد فی سبیل ا... ترڅنګ  د سلامتیا دفاع کونکوپه وسیله ، له کووید-۱۹ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس سره  د مبارزې لپاره د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو او د وسلوا ل پوځ   درست طبي او درملیز ظرفیّتونه   دکرونا  ویروس دبلا د له مینځه وړلو لپاره  کارول شوي دي.

په همدې زمینې کې د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک  د ګیلان ،قم  او بندرعباس پشمول  د ایران په څو ولایتونو کې ، په درستو درملیزو او طبي امکاناتو مشتمل صحرائی روغتونونه  جوړ کړی دی .  پر دې سربیره  داسلامی انقلاب سپاه پاسداران د بسیجي ځواک او جهادي ډلو له ظرفیّته په استفادې سره   په درست ایران  او حتی په کلو کې د سلامتیا ملی پلان په ایجنډا کې لري .  

په کرونا ویروس  د خلکو دککړتیا د مخنیوي لپاره د ماسکونو او  د عفوني ضده موادو   تولید ، دایران د وسلوال ځواک  نور اقدامات دي ، چې شپه ورځ هڅه کوي ، خلکو سره په روغتیائي چارو کې د لازیاتو خدماتو  په وړاندې کولو کې کوم خنډ رامینځة نشي . د تهران دنړیوالو نندارتونونوپه دایمی ځاي کې د اسلامی ایران د پوځ د مځکني ځواک له خوا په دوه زره بسترواو بشپړ تجهیزاتو مشتمل روغتون   جوړیدا یو بل نوی اقدام دی ، چې په دغو مرکزونو کې  په کرونا ویروس ککړ ناروغان تر هغه  ساتل کیږي څو ډاډ ترلاسه شي ، چې  کرونائي ناروغان  په بشپړ ډول ښه شوي دي .

 د سالم او آرامښت بخښونکي چاپيریال د برابرولو په موخې سره د درملنې او عمومي ځایونو په دوامدار ډول عفوني ضد کول ، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د مځکني ځواک پشمول  د ایران د وسلوالو ځواکونو  یو بل ماموریت دی .

 د  اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د مځکني ځواک قوماندان جنرال محمد پاکپور پرون وئيلي دي ،  په درست ایران کې  درې زره ځایونه او  په تهران کې سل ځایونه  له کرونا ویروس سره  دمبارزې په موخې سره د عفوني ضد سپرې  ګانو لپاره  پيژندل شوي دي

Image Caption

 

په درست ایران کې  ترسره کیدونکي او ترسره شوي دغه ټول اقدامات ښئ، دقدرت د یوه آوزار په توګه د  اسلامی ایران طبي قدرت ،له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له لوي ظرفیّته برخمن دی .

د  درستو ملی ظرفیّتونو  او وړتیاؤ غونډول ،  په تیرو یوڅلویښتو کلونو کې  د هغو تاریخي تجروبو یادونه کوي ، چې   د ایران ولس  په داخلی توانمنیو باندې په تکیې سره ، دتیرو وختونو له  درستو سختو چیلنجونو څخه   تیر شوی دی .

 دایران اسلامی جمهوریت  اوس  هم د کرونا ویروس په نامې سره  له یوه نړیوال چیلنج سره د مبارزې په حال کې دی،چې له داخلی وړتیاؤ څخه لازیاته استفاده  له دغه سخت چیلنج  څخه  د تیریدا لپاره یوه  بله ډاډمنه تجروبه ده .

 

ټیګونه

کمنټونه