Mar 26, 2020 14:54 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا ویرس له ککړوکسانو څه د پاسه لس زره  کسان ښه شوي دي

د ایران د روغتیا د وزارت د عمومي اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور نن له خبریالانو سره په مرکه کې په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمېر نهه ویشت زره څلور سوه شپږ تنه اعلان کړ او وې ویل په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۱۵۷ کسان وژل شوی دي .

د اسلامي ایران د روغتیا وزارت وویل: تر اوسه  په ایران کې په کرونا وایرس له ککړو کسانو لس زره څلور سوه اوه پنځوس کسان ښه شوې  او له روغتونه رخصت شوې دي .

د ایران د روغتیا د وزارت د عمومي اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور نن له خبریالانو سره په مرکه کې په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمېر نهه ویشت زره څلور سوه شپږ تنه اعلان کړ او وې ویل په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۱۵۷ کسان وژل شوی دي .

هغه زیاته کړه:  تر اوسه  په ایران کې  له کرونا سره  مقابلې د لامبندۍ په پروګرام کې تر پنځوس میلیونو زیات کسان چیک شوې دي.

د ایران د وسله والو ځواکونو په مرسته د دولت له مخنیوونکو او درملیزو پروګرامونو سره په یو وخت، په وخت د تشخیص، په ککړو کسانو سره د اړیکي لرونکو کسانو د معلومولو، د ناروغانو د قرنطینه کولو او د ککړو کسانو د درملنې کار د ولس په  ملګرتیا سره په چټکۍ سره روان دی.

د وروستیو شمېرنو له مخې تر اوسه د نړۍ تر ۱۹۰ په زیاتو هیوادونو کې کرونا وایرس خپور شوی  دی

 

ټیګونه

کمنټونه