Mar 26, 2020 16:17 Asia/Kabul
  • لاریجانی :ایران د کرونا په کنټرول کې د نړۍ له ډیرو هیوادونومخکې دې

امریکا او مهم اروپایی هیوادونه له ټولو امکاناتو، پرمختللیو صنایعو او علمی پرمختګونو سره سره له کرونا سره په مقابله کې په عظیمو مشکلاتو کې ښکیل دي

د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر علی لاریجانی نن په تهران کی د سپاه د بیولوجیکې دفاع د مانورې د پیل په دستورو کې دې ته په اشارې سره د کرونا د خپریدا اندازه چټکه ده وویل امریکا او مهم اروپایی هیوادونه له ټولو امکاناتو، پرمختللیو صنایعو او علمی پرمختګونو  سره سره له کرونا سره په مقابله کې په عظیمو مشکلاتو کې ښکیل دي .

لاریجانی له کرونا ویروس سره په مقابله کې د ایران اقداماتو ته په اشارې سره جوته کړه د ایران روغتیا وزارت او نورو اړونده اورګانونو د وسله وال ځواک په ملګرتیا سره  له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره په مجاهدانه ډول میدان ته راغلل او په دې زمینه کی له ډیرو هیوادونو ډیر مخکې دي .

د کرونا ویروس چی د چین له ووهان ښار پیل او اوس د نړۍ په څه د پاسه ۱۹۰ هیوادونو کی خپور شوی دی ډیره تباهی رامینځته کړی ده .

 

 

ټیګونه

کمنټونه