Mar 29, 2020 07:45 Asia/Kabul
  • د ایران د بایکاټ د ختمولو لپاره د اتو هیوادونو لیک یو بې سارې اقدام دی

د ایران د خارجه وزارت ویاند د ایران خلاف بندیزونو د ختمولو لپاره د ملګرو ملتو سرمنشي ته د اتو هیوادونو له خوا لیک لیږل یو بې سارې کار وباله.

سید عباس موسوي پرون زمونږ خبریال ته وویل: دنیا ته پکار دي چې راویښه شي او د یواړخیز پالنې او د نړیوالو قوانینو د خلاف ورزۍ مخه ونیسي، په خواشینۍ سره امریکایانو په دې تیرو کلونو کښې ډیر په سپین سترګۍ سره خپل قوانین او ظالمانه بندیزونه په نورو هیوادونو ورتپلې دي.

هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې امریکا د خپلواکه هیوادونو خلاف په خپلو خاصو اهدافو سره بندیزونه لګوي، هیله څرګنده کړه چې له بندیزونو سره مخ هیوادونه او حتی هغه خپلواکه او پتمن هیوادونه چې د امریکې یواړخیز پالنه نه زغمي، یوه اتحادیه جوړه کړي او د امریکې د بدماشۍ مخه ونیسي.

د ویلو ده چې روسیې، چین، سوریې، کیوبا، نیکاراګوې، شمالي کوریا، ونزویلا او ایران څو ورځې مخکښې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته په یو ګډ لیک کښې د ایران خلاف د امریکې د هغو یواړخیزه بندیزونو په ختمولو ټینګار کړی چې د کرونا وایرس له خپریدو سره د مبارزې مخه نیسي.

د وروستیو خبرونو له مخې د ملګرو ملتو سرمنشي هم د دغه لیک په ځواب کښې، په روانو حالاتو کښې د امریکې د بندیزونو د کمیدو غوښتنه کړې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه