Mar 30, 2020 15:59 Asia/Kabul
  • په ایران باندې د امریکې درملیز بندیزونه

د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو مدعي دی چې ایران ته د درملو او انساندوستانه شیانو د صادرولو لپاره هیڅ محدودیت نشته خو سره له دې په عمل کښې د امریکې له خوا لګیدلي محدودیتونه او ثانوي بندیزونه سبب شوي چې لویدیځ شرکتونه له ایران سره تجارت ته هیڅ ګروهنه ونه لري.

د کرونا وایرس له خپریدو سره هم مهاله د ایران خلاف د امریکې د ظالمانه بندیزونو دوام او له دغه وایرس سره د مقابلې لپراه ضروري شیانو او تجهیزاتو ته د لاسرسۍ په لړ کښې د واشنګټن له خوا د ډول ډول محدودیتونو لګیدل په عملي توګه سبب شوې دي چې اوس د ایران په درملیز نظام باندې د امریکې د زیات نه زیات دباؤ موضوع مطرح شي. او دا هغه چاره ده چې حتی د امریکې رسنۍ پرې هم داده شوې دي. په دې لړ کښې امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ پرون(یکشنبه) په یو رپورټ کښې ټینګار کړی چې د امریکې بندیزونه د درملو او طبي تجهیزاتو او هم داشان په هیواد کښې دننه د هغو د تولید لپاره د اومو موادو د واردولو په لړ کښې د ایران مخه نیسي.

واشنګټڼ پوسټ په دغه رپورټ کښې زیاتوي: کوم پراخ محدودیتونه او بندیزونه چې امریکې د ایران د بانکي نظام او تیلي صادراتو خلاف لګولې دي، د مالي تامین او په هیواد کښې د درملو او ابتدايي تجهیزاتو او په هیواد کښې د هغو د تولید لپاره د اړتیا وړ تجهیزاتو په شمول د ضروري شیانو د اخیستو لپاره د تهران توانمني یې محدوده کړې ده.

په حقیقت کښې د امریکې د خزانې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول دفتر فصلي رپورټونه ښودنه کوي چې د ټرمپ حکومت د هغو مجوزونو شمیر کم کړی دی چې ایران ته د خاصو شیانو د صادرولو لپاره شرکتونو ته یې ورکوي. په هغو شیانو کښې چې د دغه ارګان ځانګړې اجازتنامې ته ضرورت لري، د آکسیجن د تولید مشین، ماسک یا د ټول مخ کور او د تصویر اخیستنې حرارتي تجهیزات شامل دي چې د ډاکټرانو په وینا د ناروغانو په درملنې او د طبي ټیم د ساتنې لپاره ضروري دي.

د ایران خلاف د امریکې غیرانساني بندیزونه د ټرمپ حکومت د زیات نه زیات دباؤ د سیاست په چوکاټ کښې اجرا کیږي. د امریکې ولسمشر د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کښې له برجام ایټمي موافقې څخه د دغه هیواد له ایستلو وروسته د ایران خلاف د دغې موافقې په وجه ځنډیدلې بندیزونه بحال کړل. هغه پر دې سربیره د ایران د مختلفو اقتصادي، تجارتي، تیلي، صنعتي، معدني او حتی قضايي او سیاسي برخو خلاف د نویو بندیزونو څو پړاونه اعمال کړې دي. مهم ټکی دا چې په دغو بندیزونو کښې حتی د طبي او درملیزو تجهیزاتو په شمول انسان دوستانه شیان هم شامل دي او په ایران کښې د اړتیا وړ درملو ته د لاسرسۍ نه لرلو په وجه د (اي، بي) ناروغانو په شمول د لسګونو کسانو د مړینې سبب شوې دي.

امریکايي جنرلسټ ارینګ کانینګم وايي: د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو مدعي دی چې ایران ته د درملو او انساندوستانه شیانو د صادرولو لپاره هیڅ محدودیت نشته خو سره له دې په عمل کښې د امریکې له خوا لګیدلي محدودیتونه او ثانوي بندیزونه سبب شوي چې لویدیځ شرکتونه له ایران سره تجارت ته هیڅ ګروهنه ونه لري.

په عین حال کښې د کرونا ناروغۍ خپریدو د تهران خالف د واشنګټن بندیزي دباؤنو ته یو نوی اړخ ورکړی او د ایران روغتیايي نظام د دغې ناروغۍ د مخنیوي او د انسانانو د ژوند د ساتنې لپاره ضروري تجهیزاتو ته د لاسرسۍ لپاره له ستونزو سره مخامخ شوی دی. واشنګټن ادعا کوي چې ایران ته د روغتیايي شیانو د رالیږلو د اسانتیا لپاره یې ځینې بندیزي معافیتونه په نظر کښې نیولې دي. خو له بلې خوا د امریکې په خزانې وزارت کښې د پانګو د کنټرول د دفتر د بندیزونو یو وکیل وايي: بایکاټي معافیتونه ایران ته د ضروري شیانو د بې خنډه بهیر ضمانت نه ورکوي. هغه د امریکې بندیزونه له یوې داسې حقوقي او تجاري فضا سره تشبیه کړل چې له ماینونو په یو ډک میدان کښې د ګرځیدو برابر دي.

تراوسه ملګرو ملتو او ځینو هیوادونو او نړیوالو ارګانونو او حتی د امریکې ځینو سازمانونو او قانون جوړونکو د ټرمپ له حکومته غوښتې دي چې په روانو بیړنیو حالاتو کښې او د کرونا وبا ته په پام سره، د ایران خلاف غیرانساني بندیزونه لغو کړي خو سپینې ماڼۍ نه یوازې دغو غوښتنو ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی بلکې د خپلو زیاته غواړو غوښتنو منلو ته د ایران د مجبورولو په موخه په ایران باندې د زیات نه زیات دباؤ سیاست په دوام ټینګار کوي، د دې په ترڅ کښې چې واشنګټن حتی په روانو حالاتو کښې هره څه موده پس د تهران خلاف نوې نوې بندیزونه لګوي.

 

 

ټیګونه

کمنټونه