Mar 30, 2020 17:25 Asia/Kabul
  • د امریکې د نندارې کولو وخت تیر شوی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د امریکې د کښیناستو او بدماشۍ پړاؤ تیر شوی دی، څرګنده کړه: اوس وخت رارسیدلی چې نړیواله ټولنه خپل حقیقي رول ولوبوي او د امریکې بې شرمانه او غیرقانوني بندیزونه ختم کړي.

محمد جواد ظریف (له وایرس سره وجنګیږئ، له مونږ سره نه) په عنوان سره یوه مقاله کښې چې د ماسکو چاپ کامرسنت Kommersant ورځپاڼې نن خپره کړه، په ټوله نړۍ کښې د کرونا وایرس خپریدو ته په اشارې سره ویلي دي: د امریکې رژیم په خودغرضۍ او د روانو حساسو حالاتو په نه درک کولو سره، په نړیوالې ټولنې باندې د زیات نه زیات دباؤ او ورسره د دښمنۍ سیاست یې د انسانیت او د انسانانو د ژوند خلاف بې مخینې حد ته رسولی دی.

ظریف په دې خبرې سره چې د امریکې بندیزونه د ایران د حکومت له خوا د درملو د درملو او تجهیزاتو د اخیستو مخه نیسي، څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د سلامتیا او درملنې په نظام کښې د توانمنیو سره سره د امریکې له خوا د مالي سرچینو د غیرقانوني بندولو او طبي تجهیزاتو او درملو ته د لاسرسۍ په نه لرلو سره د انساني غمیزې له رامینځته کیدو سره مخامخ شوی دی.

د دې مقالې په دوام کښې راغلې دي: یوازنې ګټه ور کار چې امریکا یې په دې حساس پړاؤ کښې ترسره کولی شي دا دی چې له کرونا سره د ایران په مبارزه کښې او هم داشان د نړیوالو مرستو په لاره کښې خنډونه واچوي او ځنډ رامینځته کړي.

د ایران خارجه وزیر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې نړیواله ټولنه باید په خود شي او د امریکې اقتصادي، روغتیايي او درملیزه ترهګري ختمه کړي، څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې له ظالمانه او غیرقانوني بندیزونو سره په مخالفت کښې د نړیوالې ټولنې کړنلاره، د بیدار ضمیر او هم داشان په بشري حقوقو باندې د نړۍ د هیوادونو د پابندۍ لپاره یوه پلمه وګرځي.

 

ټیګونه

کمنټونه