Apr 01, 2020 04:10 Asia/Kabul
  • د انګلستان حکومت د امریکا ظالمانه بایکاټونه مه مني

زمونږ خبریال وايي په بریتانیا کښې د ایران سفیر حمید بعیدي نژاد وویل د دغه هیواد خلک د لندن له حکومت څخه هیله لري په اټومي تړون کښې د خپلو ژمنو او دغه راز د انسان دوستانه حقوقو د نړیوالو وعدو په چوکاټ کښې د تهران پرضد د امریکا په بایکاټونو سترګې پټې کړي .

هغه پرون وویل د انګلستان حکومت د ایران پرضد د بایکاټونو د ختمولو په هکله د خپل هیواد د خلکو غوښتنې ته ځواب ورکړي  او په پوځي کادر سره د خاصو تجهیزاتو د صادرولو او د بشري حقوقو په حوزې کښې د بریتانیا محدود بایکاټونه له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره د ایران په وس چندانې اغیز نلري .

په انګلستان کښې د ایران سفیر حمید بعیدي نژاد په دې پوښتنې سره چې ایا واقعا دا د خلکو غوښتنې ته سم ځواب دی وویل د لندن له حکومت څخه د خلکو غوښتنه او هیله دا ده چې حکومت د امریکا په ظالمانه بایکاټونو د سترګو په پټولو سره د ایران له لورو سره جایزو تعاملاتو ته د ورګډیدا لپاره د بریتانیا له بانکي ، مالي او تجارتي موسسو ملاتړ وکړي او د امریکا د بایکاټونو د بې اغیزې کولو او لغو کولو لپاره خپلې نړیوالې او دوه اړخیزه ډيپلوماټیکې هڅې زیاتې کړي .

د  امریکا ظالمانه او یواړخیزه بایکاټونه چې  اساسي شیان او حتی  درمل او طبي تجهیزات پکښې شامل دي د ایران د خلکو په تیره بیا د کورونا وایروس ناروغانو لپاره ډیرې مشکلات رامینځته کړي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه