Apr 01, 2020 15:47 Asia/Kabul
  • روحانی:په ایران کی په کرونا د اخته کیدا شمیر په کمیدو دې

روحانی په دوام کی پر دې په ټینګار سره چی د کرونا ویروس خپریدا له ایرانی ملت سره د امریکایانو دښمنی نوره هم ښکاره کړی ده ، وویل له بده مرغه امریکایانو په دغو سختو نړیوالو شرایطو کې هم عبرت وانخسته

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی  وویل په ایران کی په کروناد اخته کیدا د بهیر کمیدا  ښی چی د لارې غوره کول  سم دي .

حسن روحانی نن د کابینې په غونډه کی  د اجتماعی واټن نیولو په پروګرام کی د خلکو له ملګرتیا د قدرونې په څرګندولو سره وویل د ایران په درستو ولایتونو کې په کرونا د اخته کیدا شمیر کمیدا ښی چی له دغې ناروغۍ سره په مبارزه کې د خلکو او طبی ټولنې لاره سمه ده .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی جوته کړه  له کرونا سره په مبارزه کې  له ایران سره د نړۍ د پرمختللیو هیوادونو د اوسنی وضعیت پرتله کول د دښمنانو د دروغ ویلو او چټیاتو ته د ایرانی ملت ډیر پریکنده او سخت ځواب دې .

ښاغلی روحانی د دې خبرې په کولو سره چی د ایران تولیدی برخې د هیواد د اړتیاو د تامینولو لپاره  ډیرې ښې هلې ځلې ترسره کړي دي ، جوته کړه  د حکومتی او خصوصی برخې په ګډون سره د درستو روغتونونو او خلکو لپاره د اړتیاوړ ماسک او ضد عفونی کونکی مواد په کافی اندازه تولیدیږي .

روحانی په دوام کی پر دې په ټینګار سره چی د کرونا ویروس خپریدا له ایرانی ملت سره د امریکایانو دښمنی نوره هم ښکاره کړی ده ، وویل له بده مرغه امریکایانو په دغو سختو نړیوالو شرایطو کې هم عبرت وانخسته ، په داسې حال کی چی د امریکایانو لپاره بهترین تارخی فرصت وو چی له خپلې غلطې لارې ستنه شي .

 

 

ټیګونه

کمنټونه