Apr 02, 2020 04:06 Asia/Kabul
  • د اوازو خپرول د دښمن د لالهاندۍ نښه ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر برید جنرال احمد رضا پوردستان د مقاومت د جبهې د یوشمیر جنګیالیو د شهادت په هکله د اوازو خپریدا ته په غبرګون کښې وویل د اوازو خپرول د دښمن د پاتې راتلو او د پریشانۍ د اوج نښه ده .

په تیرې سه شنبې شپې عربو ، اسرائیلو او اروپا ته د ځینو اړونده رسنیو له دروغو دغه ډک خبر خپور شوي چې د ایران داسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان برید جنرال اسماعیل قااني او د پوځ د ستراتيژیکو مطالعاتو د مرکز مشر احمد رضا پوردستان په سوریې باندې د صهیونیسټ رژیم په توغندوي حملې کښې شهیدان شوي دي .

د ایران د پوځ د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر برید جنرال احمد رضا پوردستان پرون وویل دښمن نشي کولای په حقیقي فضا کښې کار وکړي نو مجازي فضا ته یې مخه کړي ده او د اوازو په خپرولو سره هڅه کوي چې د خلکو ذهنونه داغي کړي .

هغه شهادت د  اسلام  د جنګیالیو د ارزو اوج وباله او ټينګار یې وکړ د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران او د پوځ جنګیالي د اسلامي جمهوري نظام د اقتدار په لړ کښې ضروري چمتووالي لري که چیرې دښمن وغواړي کوم حرکت وکړي نو هغه به له خوځښت ترسره کولو پښیمانه کړي .

 

ټیګونه

کمنټونه