Apr 05, 2020 06:42 Asia/Kabul
  • امریکايي سفارتکاران له پخوا راهیسې د ترهګرو ملاتړ کوي

د ایران د خارجه وزارت ویاند په ایراني ډیپلماټانو باندې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر د چټي تور په غبرګون کښې یادونه وکړه چې امریکايي ډیپلماټان له مودو راهیسې د ترهګرو په سنبالښت او ملاتړ بوخت دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په ایراني ډیپلماټانو باندې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر د چټي تور په غبرګون کښې یادونه وکړه چې امریکايي ډیپلماټان له مودو راهیسې د ترهګرو په سنبالښت او ملاتړ بوخت دي.

د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو چې پر جنګ غوښتنې سربیره د کرکې په وزیر هم مشهور شوی دی، په دې وروستیو کښې په خپل یو ټویټ کښې ایراني سفارتکاران په ترکیې کښې په یوه وژله کښې په لاس لرلو تورن کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي پرون په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې وویل: نه انکاریدونکې حقیقت دا دی چې امریکايي ډیپلماټان له ډیرې مودې راهیسې په کودتا، ترهګرو ته په وسلو ورکولو، فرقه ایزو تاؤتریخوالو ته په لمن وهلو، د نشه ایزو موادو له قاچاقچیانو په ملاتړ، له حکومتونو او شرکتونو سره په بدماشۍ، حتی د امریکې له انډیوالانو په جاسوسۍ او له ډیکټاټورانو او ترهګرو سره د اړیکو په لرلو لګیا دي.

موسوي زیاته کړه: خو پمپئو او د هغه بادارانو دا کار د طبي ترهګرۍ یو نوي پړاؤ ته ورسوه، په هم دې وجه هغه یو له ګناه ډک ضمیر لري.

 

ټیګونه

کمنټونه