Apr 05, 2020 14:16 Asia/Kabul
  • ایران کښې اقتصادي فعالیتونه له سره پیلیږي

زمونږ خبریال وایي د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل د هوشمندې فاصلې د پلان په چوکاټ کښې په هیواد کښې کمر خطره او متوسطه کارونه او کسبونه کولی شي د روغتیایې پروټوکولونو په دقیق ډول رعایتولو سره خپل فعالیتونه د اپریل د میاشتې له یولسمې (۱۱) نیټې پیل کړي .

هغه نن له کورونا وایروس سره د مبارزې د ملي کمیټۍ په غونډې کښې په سوکه سوکه ډول په  هیواد کښې د فعالیتونو د بیرته پیلیدا په هکله د روغتیا وزارت سپارښتنې او وړاندیز ته په اشارې سره وویل د اقتصادي فعالیت ترسره کول او د روغتیایی پروټوکولو رعایتول دواړه د  یوه بل په څنګ کښې د اجرا وړ دي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني په هیواد کښې د سپیڅلیو زیارتونو د بیرته پرانیستل کیدا په هکله هم وویل دغه زیارتونه د اپریل د میاشتې تر اتلسمې ۱۸) نیټې پورې چټي دي او د کابینې په راتلونکو غونډو کښې به په دې هکله فیصله وشي .

هغه په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت نظام متحد دی وویل د هیواد بدغواړي په دغه وحدت او پیوستون ډیر غوسه او خپه دي .

د  ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي په تیرې پنجشنبې ورځ په دې خبرې سره چې ایران له کورونا وایروس سره د مقابلې په زمینه کښې توانیدلی دی د هیواد څه دپاسه نوي (۹۰) فیصده نفوس تر پوښښ لاندې ورولي وویل ایران د دغه ناروغۍ د مدیریت په پړاو کښې دی او د وایروس د کنټرولولو پړاو مخ ته لري .

 

ټیګونه

کمنټونه