Apr 06, 2020 07:38 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا د ککړو بهرنیانو درملنې هم وړیا دي

اسلامی اواخلاقي کړچار ته په پام سره ، په کرونا ویروس دککړو بهرنیو وګړدو خدماتو وړاندې کول ، دایران په حکومتي روغتونونو اومرکزونو کې په بشپړ ډول وړیا دي .

ایران پریس خبري آژانس راپورورکړی، د ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوي کیانوش جهانپور پرون ددې خبرې په کولو سره چې سلامتیا د انسانانو لومړنی حق دی ، روښانه کړې وپه ایران کې هر یو درملیز او روغتیائي  اقدام چې  د ایرانیانو لپاره ترسره کیږي ، د افغان کډوالو پشمول  درستو بهرنیو وګړو لپاره به  وړاندې شي .

 هغه وئيلي ، اسلامی اواخلاقي کړچار ته په پام سره ،  په کرونا ویروس دککړو بهرنیو وګړدو  خدماتو وړاندې کول ، دایران  په حکومتي  روغتونونو اومرکزونو کې په بشپړ ډول وړیا دي .

جهانپور د امریکا یو اړخیزو بندیزونو سره سره  له کرونا ویروس سره په مقابلې کې د ایران د سلامتیا د نظام مشکلاتو ته په اشارې سره  زیاته کړې ، د ایران روغتیائي چارو زوارت  له دې سره سره ،  د داخلی اړتیاؤ د پوره کیدا په بڼه کې به  خپل امکانات  ګاونډیو هیوادونو حتی د نړۍ درستو خلکو ته  وړاندې کړي .  هغه همداراز په درست ایران کې  له کرونا ویروس  سره دمقابلې  او  د درستو خلکو دوارمخکې معاینې یا چیک اپ  دملی پروګرام په دوام کې د څه دپاسه اویا میلیون خلکو  د معاینه کیدا خبر ورکړ.

 تر پرون مازدیګر پورې  د احصایو په اساس ، په ایران  کې په کرونا ویروس د اته پنځوس زره دوه سوه شپږویشتو کسانو ککړتیا ته په اشارې سره  وئيلي دي ، له دغو ککړو کسانو   له درملنې وروسته دوویشت زره   اولس کسان ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي ، او ا لبته له بده مرغه تر پرون مازدیګر پورې ددغې ناروغۍ له امله  درې زره  شپږ سوه درو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه