Apr 06, 2020 07:43 Asia/Kabul
  • خلک باید د متعال خدای په درګاه کې دعاګانې وکړي

حضرت امام الزمان عجل ا.. تعالی فرجه شریف دنیکمرغه زوکړې په مناسبت په مناجاتو او دعاګانو کې دې له خداوندمتعال څخه د کرونا ناروغۍ د ختمیدا او د ککړو کسانو د زرترزره د ښه کیدا اوسلامتیا دعاګانې وغواړي .

د تقلید  مراجعو  آيت ا.. ناصر مکارم شیرازي ، آیت ا.. حسین وحید خراساني ، آیت ا.. جوادي آملي ، آیت ا... حسین نوري همداني پشمول دتقلید مراجعوله کرونا ویروس سره  دمقابلې لپاره د روغتیائي تدبیرونو  او دستورالعملونو په بشپړ رعایتولو باندې په ټينګار سره  د نیمه شعبان   په درشل کې ددغه منحوس ویرسو د له مینځه تلو لپاره  په الهي درګاه کې د دعا او لمنځ فرصت څخه د ښې استفادې  غوښتنه کړې او وئيلي ئې دي ،   حضرت امام الزمان عجل ا.. تعالی فرجه شریف دنیکمرغه زوکړې په مناسبت  په مناجاتو او دعاګانو کې دې  له خداوندمتعال څخه د کرونا ناروغۍ د ختمیدا او د ککړو کسانو د زرترزره د ښه کیدا  اوسلامتیا دعاګانې وغواړي .

ټیګونه

کمنټونه