Apr 06, 2020 13:05 Asia/Kabul
  • د ایران حکومت اوملت دامریکایی چارواکو په خبرو باورنلري

ښاغلی موسوی نن په خبرې غونډه کی چی د ویډیویی کانفرنس ترسره شوه ، پر دې په ټینګار سره چی درست نړیوال دامریکا په ظالمانه او غیر قانونی بایکاټونو اعتراف لري ، زیاته کړه د امریکایانو له دغو ادعاګانو سره سره چی درمل ، خوړه او طبی تجهیزات بایکاټ ندي ، خو عملا ایران ته د دهغو د ورتګ لاره تړل شوی ده .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوي د دې خبرې په کولو سره چی د ایران حکومت اوملت د امریکایی چارواکو په خبرو باور نلري وویل ایران له امریکا د طبی او درملیزو مرستو د ورلیږلو لپاره هیڅ غوښتنه نده درلودلی .

ښاغلی موسوی نن په خبرې غونډه کی چی د ویډیویی کانفرنس ترسره شوه ، پر دې په ټینګار سره چی درست نړیوال دامریکا په ظالمانه او غیر قانونی بایکاټونو  اعتراف  لري ، زیاته کړه  د امریکایانو له دغو ادعاګانو سره سره چی درمل  ، خوړه او طبی تجهیزات بایکاټ ندي ، خو عملا ایران ته د دهغو د ورتګ لاره تړل شوی ده .

موسوی د دې خبرې په کولو سره چی ځینې هیوادونه هڅه کوی د کرونا ویروس له خپریدا ناوړه استفاده وکړي ، جوته کړه ایران له درستو خپلواکه او متمدنه هیوادونو  هیوادونو غواړی چی د امریکا بی اساسه ، غیر قانونی او ظالمانه بایکاټونو ته پام ونکړی  تر څو د یوه بل په مرسته دغه ستونزه ختمه شی .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی همداراز  له هغو درستو ملتونو او حکومتونو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې چی کرونا پکې خپره شوی ، وویل څه د پاسه دیرشو هیوادونو او یو شمیر نړیوالو ادارو له کرونا سره د مقابلې په زمینه کې  له ایران سره مرسته کړي ده .

 

 

ټیګونه

کمنټونه